د خدای پاک کارونه او ستر حکمت دی، چې ټول انسانان يې یو له بله سره متفاوت پیدا کړي دي. وايي د غرونو ښکلا په دې کې ده چې ټول سره برابر نه دي، ځینې یې ټیټ، واړه خو ځینې غټ او پلن دي. د دوو کسانو د ګوتو نښانې (Fingerprints) او د خولې لاړې هم سره ورته نه دي.
تر اوسه به داسې نه وي لیدل شوي چې دوه کسه دې د رنګ، څېرې او خوی له مخې سره یو شان وي. د عادتونو له مخې يې هم همداسې در واخله. یو د نرم مزاج خاوند، بل له کرکې ډک، یو سر تر پښو په مینه کې ډوب، بل بیا د انتقام په اخیستلو کې نامي، یو د مهربانۍ بېلګه، بل يې غوسه ناک، هغه بل بیا سوله خوښوونکی، بل ورسره د جنګ او جګړو شوقي، یو شمېر ټولنیز او بیا نور يې د نفرتونو اتلان وي.
ځینې ځانګړنې داسې دي چې انسانان يې نه شي کولای چې په خپل زړه هغو ته تغییر ورکړي، خو ځینې بیا داسې لکه مینه، مهرباني، بخښنه، نفرتونه، غوسه، غچ اخیستنه او داسې نورې ځانګړنې شته چې انسانان يې کولای شي په خپل خان کې وروزي او لا يې غښتلې کړي او یا يې له ځانه لیرې او کمزورې کړي. خو دا هرڅه یو سم پلان هو ټینګ هوډ غواړي.
ځینې انسانان بیا د سترګو په څېر ډېر حساس وي، لکه چې سترګې د هرې پېښې په مقابل کې بې له ځنډه عکس العمل ښيي، دوی هم د ښو او بدو پېښو په مقابل کې ډېر حساس او له ځانه بې له ځنډه عکس العمل ښکاره کوي. ځینې بیا داسې دي چې د هرې ښې او بدې پېښې په مقابل کې ارام برخورد کوي او یا هیڅ اهمیت نه ورکوي. دا ډول دواړه حالتونه هم ګټې او هم زیانونه لري. ځینې انسانان د سمندرونو په څېر وي، په خپلو زړونو کې یې توفانونه پټ کړي وي، خو غږ نه کوي.
لومړی که یو څوک د یو چا د اشتباه په صورت کې بې له دې چې فکر وکړي، پېښه ښه وڅېړي او په ارامو اعصابو د عکس العمل پرېکړه وکړي، بلکې بې له ځنډه او بې له فکره عکس العمل ښکاره کړي، واضح ده چې له سترې غلطۍ سره به مخ شوی وي، چې بیا به يې پښېماني هېڅ ګټه ونه لري.
په ۱۳۵۰ لمریز کال په وزیرو کې د پلار او تنکي ځوان زوی تر منځ پر یوه وړه خبره شخړه شوه چې اصلا د شخرې وړ خبره هم نه وه، خو خبره دې ته ووته چې پلار يې بې له دې چې فکر وکړي او له حوصلې کار واخلي، کور ته ننوت او له هغه خوا له خپل ښکاري ټوپک سره راغی او په بېرحمانه توګه يې خپل زوی وویشت. زوی يې په داسې حال کې چې پلاره، پلاره نارې وهلې او پلار يې په چیغو- چیغو ژړل له نړۍ سترګې پټې کړي. ښه نو پښېماني او ژړل بیا د څه له پاره او ګټه يې څه؟ پر ماشه ګوته ایښوول اسان کار دی، خو نتیجه یې ټول عمر د وجدان کړاو دی.
د ژور فکر خاوندان لومړی فکر کوي بیا عمل کوي، خو له بده مرغه موږ افغانان لومړی عمل کوو بیا وروسته فکر کوو، ځکه یو کار مو هم په سمه توګه سر ته نه رسېږي. وايي:
«هندو ستړی خدای ناراضه ».
یو چا بل ته ویلي وو، چې غوږ دې پیشو یووړ. کس د دې پر ځای چې خپل غوږ وګوري، په پیشو پسې يې منډې وهلې. کله چې پوه شو چې غوږ يې پر ځای دی، بیا دا هغه وخت و چې دی له پښو لوېدلی او ښه ستړی شوی و.
وايي:
یوه افغان د يوې ماڼۍ په درېیم پوړ کې کار کاوه، یو چا ناڅاپه ورباندې غږ کړ او ورته يې وویل، هغه کس چې منډې وهي ستا زوی يې وواژه، افغان بې له دې چې سوچ وکړي، له درېیم پوړ څخه يې راټوپ کړل، دواړه پښې يې غبرګې ماتې شوي. کله يې چې ترې پوښتنه وکړه چې ستا کوم زوی يې وواژه، خچ پچ افغان ورته وویل چې زه خو تر اوسه واده نه لرم!
د ظاهر شاه واکمني وه، سوله وه، ارام ژوند او هر څه سم وو، داودخان او ځینو نورو د کینې له مخې د هغه واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود په اول کې ورته ټول خوشحاله وو، ټولو د جمهوریت نارې وهلې، خو وروسته ټول پښېمانه وو او له جمهوریت سره د دښمنۍ له امله يې سر پاکستان ته ورسېده.
داودخان د هېواد د پرمختګ له پاره ښه پلانونه او ښه پروګرامونه لرل، خو ټولو ورته سرټمبه سردار ویل او بیا خو هغه په هغه سرنوشت اخته شو چې خدای دې ټول انسانان ترې وساتي. اوس يې ټول د مترقي او نوښتګر په نامه یادوي. ښه نو ګټه يې څه!
امان الله خان خو د هېواد د سمسورتیا له پاره د اروپا په سویه اصلاحي پروګرامونه لرل، خو د انګرېزانو په خوله مو د اسلام له دایرې بهر کړ، اوس ورپسې په چیغو- چیغو ژارو او ارمان يې کوو. خو مړي چا دي ژوندي کړي په ژړا، او یا دا چې:
تر ورخ تېرې اوبه بېرته نه چار وځي
نه چار وځي تېر ساعت په بېرته بیا
دا ډېره پر ځای خبره ده چې موږ ډېر توریالي او ننګیالي یو، خو فکر کوم چې بې له پوهې او هوښیارۍ یوازې تورې وهل بسنه نه کوي او په ګټه هم نه دی. نن سبا د توري ځای قلم او نویو ساینسي پرمختګونو نیولی دی.
موږ د دې له پاره چې ننګیالي او توریالي یو، د دې پر ځای چې د ستونزو د حل له پاره نورې لارې چارې ولټوو، د هرې ستونزې حل په جګړو کولو کې ګورو، خو دا د هوښيارو ملتونو کار نه دی.
هوښیار ملتونه لومړی خپلې ستونزې پرته له جګړې حلوي او که چېرې جګړې ته اړ کېږي، بې له ځنډه تر جګړې وروسته د خپل هېواد د ابادولو له پاره ملا تړي، خو افغانان دې خدای لري تر جګړې وروسته یوازې پر خپلو برېتونو ګوتې وهي او د چینچار په څېر خپل وخت په بيهوده غرور، غورو او په بېځایه ځان ستایلو تېروي.
د نړۍ خلک د ټولو کارونو له پاره له تدبیر او حوصلې کار اخلي خو افغانان د تدبیر پر ځای ژر غولېږي او بیا ژر عمل کوي، که وګورو جومات لرو، اذان شته، ملا او امي وجود لري، حج، زکات او د خدای«ج» ټول پرضیات پر ځای کېږي، ټول مسلمانان او د خدای «ج» او د خدای تعالی د رسول«ص» پر لاره سم دي، خو د دښمن په خوله دلته اسلام نه شته او جهاد ته ژوره اړتیا ده.
افغانان د دې پر ځای چې وګوري دا غږ له کومې خولې او له کوم ځای څخه راوځي، بې له بشپړې څېړنې، پوهېدنې او تدبیر څخه د خپلو ورونو وژلو او د هېواد ویجاړولو ته ملا تړي.
د خدای پاک جار شم، چې دا به د خدای تعالی مهرباني وي او که قهر و غضب!!! چې د افغانستان ټول خلک يې هرکاره پیدا کړي دي. په نوره نړۍ کې «هر څوک پیدا دی خو خپل کار لره کنه!» او د هر څه له پاره بېل- بېل تخصص وي او د هر مسلک له پاره ځانته- ځانته متخصصین روزي. خو موږ يې روزلو ته اړتیا نه لرو، ځکه انجنیر مو ډاکټر هم دی، ترکاڼ، بزګر، هټۍ وال، مامور، افسر، معلم، ښځې او نارینه مو ټول بیا د سیاست دوکتوراوې لري. د پوځي دوکتورینو په هکله خو هېڅ پوښتنه نه پیدا کېږي، هر یو مو په میراثي توګه د جګړو اتلان دي.
په هر حالت کې د خدای تعالی جار شم. موږ به نه پوهېږو، په دې کې به هم د خدای تعالی کوم حکمت وي، چې افغانان يې ټول خروار پیدا کړي دي. په نوره نړۍ کې انسانان له خورد څخه نیولې بیا تر خروار پورې موجود دي او هر څوک له خپل وزن سره سم د ځان له پاره ځای لټوي. خو موږ خو لومړی خورد نه لرو که کوم یو پیدا شي هغه بیا د خروار پر ځای کې ځان ځای کوي.
وايي وړه خوله لويې خبرې. خپله به د مچ د وزر په اندازه پر-پر نه شي کولای، خو خبرې به يې تر سقراط، افلاتون، او احمدشاه بابا سترې وي. د مقدوني سکندر، چنګېز، تېمور او ایرانیانو سره ډغرې به خپلې بریاوې ګڼي. انګرېزان او روسان خو بیا ده ټول له تېغه تېر کړي دي او تل به وايي:
لا تر اوسه يې ماغزه په قرار نه دي
چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی
ای د خدای افغان مخلوقه! لندن او مسکو اوس هم د نړۍ ستر ښارونه دي او موږ يې په خیرات ګوزاره کوو. دا غرور، او دا د بلبلانو په څېر د خوښۍ سندرې د څه له پاره! ایا نه دي مو اوریدلي چې وايي:
چې په خپله مېړه نه يې په دنیا کې
څو به فخر په بابا کوې تر کومه
زموږ یو ملګری په ټبر عبدالرحیمزی و، ډېر به شيک او تل به خوشحاله ګرځېده. دوستانو به زوراوه او ورته ویل به يې:
«خیر راوړئ خدای مو وبخښه، عبدالرحیمزی یم بېځایه ولاړ یم!»
هیله ده زما د زړه سر او ډېر قدرمن عبدالرحیمزي زما په دې خبره خفه نه شي، زما خبره ټولو افغانانو ته ده.
د خیرات کچکول مو په همغو ګرځي چې موږ ورته مات شوي وایو. سمه ده چې ننګیالي یو، خو داسې ننګیالي شئ چې نور يې ستاسو له لاسه وخوري. سمه ده چې مېلمه پال يو، خو پر دسترخوان مو مېلمنو ته د مېلمنو خپل خواړه مه ږدئ. وايي:«خپله لاسه ګله لاسه» یا دا چې، په خپله يې وګټه په خپله يې وڅټه. کور ته مېلمانه را وغواړه، خو په خپلو لاسونو ګټلي خواړه ورته کېږده.
امریکا مو هم ماته کړې ده!!
روسان مو هم مات کړي وو، خو اوس يې د ماتولو دعوې امریکایان کوي وايي، له روسانو څخه مو د ویتنام غچ واخیست. چینایان وايي، روسان مو ځکه مات کړل چې ځانونه يې د ټول سوسيالستي نړۍ مشران گڼل او موږ ته يې بې لارې شوي کمونستان ویل.
انګرېزان خو بیا پر ځای پرېږده وايي، تر څو چې دنیا اباده وي په مختلفو پلمو به افغانستان ویجاړوو، وايي مکناټن، کیوناري او ډاکټر برایډن مو په یاد دي.
تاسو د روسانو ماتې خپله ګڼئ، افرین پر تاسو خو موږ په یوه تېر دوه پاختې ولو. یو خو ستاسو په لاس خپل حریف ماتوو او بل له تاسو خپل غچ اخلو.
پاکستان بیا لا بل څه وايي. وايي، د ابدالي، غوري، بابري، غزنوي راکټونه مو ستاسو د وینو په قیمت جوړ کړل، هسې لافې او غرور مه کوئ. دا ټول ویاړونه زموږ دي که نه نو په خپلو راکټونو څوک پردي نومونه نه ږدي او بله دا چې وايي، خدای مو له دې هم بد تر کړه، موږ کولای شو په یوه غږ ستاسو خلک د ډولونو سره د کشمیر جنګ ته ولېږو. ځکه موږ هر څه لرو، تاسو ته يې درلېږو. تاسو کار څه کوئ، فابریکې څه کوئ. په جګړو کې اول درجه یاست او زموږ قومانده هم په لېمو منئ. تاسو جګړې کوئ، پر خپلو وروڼو جهاد کوئ، موږ به په نړۍ کې ستاسو استازیتوب کوو.
عقل ښه شی دی چې خدای تعالی يې چاته ورکړي!
وايي:« چې خدای پوزه ورنه کړي په رينه به يې سورۍ نه کړي.»