Homeخبرونهچارواکي: د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون امر او زوی یې وژل...

چارواکي: د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون امر او زوی یې وژل شوي

تاند (چهارشنبه د دلوې ۲۹) امنیتي سرچینې تاییدوي چې د ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت ریاست دوه افسران چې پلار او زوی دي په کابل کې په یوه وسله وال برید کې وژل شوي.

ډګروال عبدالقیوم ځاځی د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون امر او زوی یې فهیم د ملي امنیت ریاست افسر و.

د کابل امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، ډګروال عبدالقیوم ځاځی او زوی یې فهیم نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کابل د بګرامیو ولسوالۍ په حسین خېلو سیمه کې وژل شوي.

سرچینه زیاتوي، دغه افسران دندې ته پر لاره و چې په یاده سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....