دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهحکمتیار: که حکومت هوکړه عملي نه کړي نو پرضد به یې لاریونونه...

حکمتیار: که حکومت هوکړه عملي نه کړي نو پرضد به یې لاریونونه پيل کړي

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۲۶) د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار حکومت ته خبرداری ورکړی چې، ژر دې له دوی سره شوې هوکړه عملي کړي.

نوموړي نن په یوه غونډ کې د خبرو پرمهال وویلې، که حکومت له دوی سره شوې هوکړه عملي نه کړي نو ارګ به محاصره کړي.

حکمتیار وایي دوی به تر هغه ارګ محاصره کړي چې غوښتنې یې عملي شوې نه وي.

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال په ارګ کې حاکمه کړۍ فاسده او بېکاره وبلله او زیاته یې کړه چې له خپلو پلویانو به وغواړي چې دغه کړۍ د پرچمیانو په څېر محاصره کړي.

د نوموړي په وینا که یې بندیان خوشې نه شي نو په څو لنډو ورځو کې به په کابل کې پراخ لاریونونه پيل کړي او ارګ به محاصره کوي.

هغه زیاتوي: «څو لنډو ورځو کې کابل کې ستر حرکتونه پیلوو، له خپلو حقونو دفاع کوو، که مو بندیان ازاد نه شي او د سولې معاهده عملي نه شي ارګ تر هغه محاصره کوو، څو اوسنۍ فاسده واکمني پای ته ورسیږي.

ګلبدین حکمتیار وايي افغانستان کې د نوې جګړې لپاره په کانتینرونو کې وسلې را انتقالیږي.

د نوموړي په وینا کره اسناد لري چې د افغانستان د مختلفو بندرونو له لارې د غنمو او نورو موادو په کانتینرونو کې وسلې او جنګي مهمات را روان دي او د هغو کسانو په اختیار کې ورکول کیږي چې طالبانو سره د جګړې سابقه لري.

هغه وایي دا کار هغه کسان کوي چې د سولې مخالف دي او د سولې د سبوتاژ په لټه کې دي.

نوموړی دغه راز د سولې په تړاو په خپلو کې وویلي چې په دوحه کې د سولې خبرو د ځنډ مسووله امریکا او افغان حکومت دی.

حکمتیار داسې مهال د سولې په خبرو کې د ځنډ مسوولان امریکا او افغان حکومت بولي چې، په دوحه کې لاهم د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او په افغانستان کې بیا ورځ بلې ته جګړه زور اخلي.

3 COMMENTS

  1. پنجابیار صاحب ته باید وویل شي ، چې ستاسو ملګري او وطنداران په دوحه کې خبرو ته نه حاضریږي . هغوی د افغانستان له مغرضو ګاونډیانو سره کوشش کوي چې افغانستان یوځل بیا ستاسو د صدارت دورې ته ټېل وهل شي .
    فکر نه کوم چې ستاسو انډیوالان به ارګ کې د پنجاب بیرغ جګړي اوس د کودتا او په زوره د حکومتونو غصبولو وختونه تېر شویدي .

  2. ګلبی جانه ستا کوم ملاټړ؟
    په افغانستان کي خو ملاتړ نه لري، تيرو انتخاباتو ستا ملاتړو شمير تقريبن په هيڅ کي وشميرل شو ، اوس نو يو واري که مسلمان يي رشتيا ويايه چه ستا ملاتړي چيرته دي چه ته په هغو ارګ محاصره کي.
    ټول افغان اولس په د پوه ده چه ستا ملاتړي په پنجاب کي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب