Homeخبرونهولسمشر: سولې ته د رسیدو وخت راغلی او مونږ به تلپاتې سولې...

ولسمشر: سولې ته د رسیدو وخت راغلی او مونږ به تلپاتې سولې ته رسیږو

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۲۶ ) افغان ولسمشر اشرف غني وایي، په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ته د رسیدو وخت راغلی او مونږ به تلپاتې سولې ته رسیږو.

ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې نن له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۲ کلیزې په مناسبت په یوه ټلویزیوني پیغام کې کړي دي.

د ولسمشر غني په وینا، زمونږ د خلکو موخه له جهاده دا وه، چې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د خلکو د خوښې نظام رامنځته، پوځي او ملکي بنسټونه پیاوړي او وساتل شي.

د نوموړي په باور د شوروي سرتېرو وتل له افغانستان مسوولانه نه ول نو ځکه په هېواد کې خپل منځي جګړې رامنځ ته شوې.
هغه زیاته کړې: د شوروي ځواکونو وتل له افغانستانه مسوولانه نه ول او د هېواد راتلونکي ته هم کوم تدبیر نه و نیول شوی؛ نو افغانستان په څو اړخیزه کورنۍ جګړه کې ښکېل شو، چې په پایله کې یې د امنیتي ځواکونو، ملي بنسټونو او د افغانستان بېخبنا له منځه ولاړه.

ولسمشر په ډاګه کړې چې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ته د رسیدو وخت راغلی او مونږ به تلپاتې سولې ته رسیږو.

سولې ته د رسیدو په برخه کې د ولسمشر دا پیغام داسې مهال دی چې دې وروستیو کې په هېواد کې جګړو زور اخیستی او تر بل هر وخت حالت نازک انګیرل کیږي.

باید وویل شي چې نن د سلواغې ۲۶مه له افغانستانه د شوروي اتحاد د وتلو له ورځې سمون خوري؛ یعنې ۳۲ کاله وړاندې په ۱۳۶۷ لمریز کال د پخواني شوروي پوځ د ماتې له امله د افغانانو لپاره دغه ورځ د ویاړونو ډکه ورځ بلل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...