Homeخبرونهد طالبانو مشر ملا هیبت الله په کوېټه کې په یوه چاودنه...

د طالبانو مشر ملا هیبت الله په کوېټه کې په یوه چاودنه کې وژل شوی

تاند (یکشنبه د دلوې ۲۶) د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده، ددې ډلې د استخباراتو رئیس ملا مطیع الله او د مالي چارو رئیس حافظ عبدالمجید په کوېټه کې په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

دغه چاودنه څو میاشتې وړاندې د کویټې په چلو باوري سیمه کې د حافظ عبدالمجید په کور کې شوې.

د هشت صبح ورځپاڼې د راپور له مخې چې نن یکشنبه د دلوې په ۲۶مه خپور شوی په کې راغلي، ملا هیبت الله او ددې ډلې د استخاراتو رئیس د چاودنې په لومړيو شېبو کې وژل شوي و او د طالبانو د مالي چارو رئیس حافظ عبدالمجید دوه، درې ورځې وروسته د پاکستان په یوه پوځي روغتون کې ساه ورکړه.

طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې هکله څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم د ملا هیبت الله د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي و.

سرچینه وايي، په ۱۳۹۸ د اسد په ۲۵مه داسې راپورونه خپاره شول چې ملا هیبت الله په کوېټه کې په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

هشت صبح د روېټرز په حواله ویلي چې په یاده چاودنه کې د ملا هبت الله ورور وژل شوی او زوی یې ټپي شوی دی.

بله خوا داسې ویل کېده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده د چاودنې په وخت کې په جومات کې نه و.

د پاکستان په پوځ کې ځینو سرچینو بیا ویلي چې په یاده چاودنه کې د ملا امام په ګډون دوه تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان و.

بله خوا بیا په دې پېښه کې د څلورو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د روان کال د حمل په ۲۰مه هم په کوېټه کې د حافظ عبدالمجید په کور کې د چاودنې خبرونه خپاره شول. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ددې برید موخه طالب مشران او قومندانان و.

که څه هم ځايي سرچینو په دې چاودنه کې د طالبانو د یو شمېر مشرانو د وژل کېدو خبر ورکړ خو دې ډلې تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

فارین پالیسي بیا د روان کال په جوزا میاشت کې د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې د طالبانو مشر په کورونا د اخته کېدو له کبله مړ شوی دی.

که څه هم د دې ډلې یوه قوماندان مولوي محمد علي احمدجان هغه مهال په کورونا ناروغۍ د ملا هیبت الله اخته کېدل تایید کړل، خو په خبره یې چې صحت یې په ښه کېدو دی.

د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په کورونا د خپل مشر د اخته کېدو راپورونه بې بنسټه وبلل او ویې ویل: «ټول مسؤلان روغ او جوړ او په خپلو چارو بوخت دي.»

ملاهیبت الله اخوندزاده چې اصلي د کندهار اوسېدونکی و په ۱۳۹۵ کال کې د ملا اختر محمد منصور پر ځای د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو.

د راپورونو له مخې ملا اختر محمد منصور په همدې کال پاکستان کې د یوه هوايي برید پر مهال ووژل شو.

1 COMMENT

  1. داهسې مستعار نومونه دي ، په اصل کې کرنیل امام ملا مااومر وو ، ملا اختر به د جنرال حمید ګل په شان د آی اس آی کوم قوماندان وو، ملاهبو به هم د پنجابیانو د پوځ کوم جرنیل ، مرنیل یا کرنیل وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...