Homeخبرونهد تورغونډۍ بندر څلور لوړپوړي چارواکي د فساد په تور نیول شوي

د تورغونډۍ بندر څلور لوړپوړي چارواکي د فساد په تور نیول شوي

تاند(پنج شنبه، د دلوې ۳۰) کورنیو چارو وزارت وایي، د هرات د تورغونډۍ بندر څلور لوړپوړي چارواکي نیول شوي او کابل ته لېږدول شوي دي.

 د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، له لویو جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هرات ولایت د تورغونډۍ بندر رئیس، مالي کارشناس، د بلانس او عوایدو مدیران د مالي فساد په تور نیولي او کابل ته یې را انتقال کړي دي.

ارین زیاته کړې، د ولسمشر د حکم له مخې، څه موده وړاندې یو پلاوی د هرات ولایت د تورغونډۍ بندر د عوایدو د څرنګوالي د څېړلو په موخه تللی و.

د هغه په خبره، د یاد پلاوي  د معلوماتو له مخې، له تېرو څو کلونو راهیسې په سلګونه میلیونه راټول شوي عواید د دغو کسانو له خوا حیف میل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کالو راهیسې د هېواد په ډېریو ګمرکاتو کې د فساد څرکونه لیدل کېږي او له رئیسانو سربیره ډېر ټیټ رتبه مامورین په فساد ککړ دي، چې د ډېریو قضیې هم څارنوالي ته سپارل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...