جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهحکمتیار ته د ارګ ځواب؛ ولس چاته اجازه نه ورکوي چې په...

حکمتیار ته د ارګ ځواب؛ ولس چاته اجازه نه ورکوي چې په زور حکومت وکړي

‏تاند (یکشنبه د دلوې ۲۶) د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نننیو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي چې ولس د نظام ملاتړ کوي او چاته اجازه نه ورکوي چې په زور حکومت وکړي او ارګ ته ننوزي.

ښاغلی مینه پال زیاتوي، دافغانستان اوسنی نظام د ولس په اراده رامنځته شوی، ملي او نړیوال مشروعیت لري او په خبره یې نظام د خپل ولس بشپړ ملاتړ کوي.

نوموړي نن یکشنبه پر خپل ټوېټر لیکلي، « ولس تیرو ترخو تجربو ته په کتو ددې ترڅنګ چې نظام ملاتړ کوي چاته اجازه نه ورکوي په زور حکومت وکړي او ارګ ته ننوزي.»

هغه زیاته کړې چې دافغانستان امنیتي او دفاعي قواوي د جمهوریت ساتونکي دي.

دواخان مینه پال دغه څرګندونې وروسته له دې کړي چې نن د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ارګ تورن کړ چې له یاد حزب سره یې پر کړي تړون عمل نه دی کړی.

هغه وویل، له حکومت سره تر سولې وروسته یې یو شمېر کسان بیرته نیول شوي او ځینې ترور شوي دي.

نوموړي ګواښ وکړ که چیري ارګ ورسره پر کړیو ژمنو عمل ونه کړي او پاتې بندیان یې ازاد نه کړي په پراخو لاریونونو به لاس پوري او ارګ به محاصره کړي.

حکمتیار: که حکومت هوکړه عملي نه کړي نو پرضد به یې لاریونونه پيل کړي

3 COMMENTS

  1. موږ فکر ګاوه چی ته به اوس په غرو کی ځکه تا ویلی وه چی زه غرو ته غیږم ولی نه ختلی ؟ دغرو په عوض کی اسلام بر باد ته ولاړی
    بل تا ویلی وه چی یو اریکایی په افغانستان کی پاته وی تر هغو به جهاد کوم افغانستان ته نه ځم
    ستا وزن په انتخاباتو کی څرګند سو
    او که هغه هم نه منی اوس وکمنټو ته غوږ سه خپل وزن به ولس کی وګوری

  2. يو جای دې جناب وويل چې دا سيکولر نيظام نور د زغملو نه ده، حق هيران دې منافق او ځناور ته پاتې شوم چې چې که خبره دې سيکولر وي ستا کورنۍ بيا پرتوګ په نيکر بدل کړ او زوی خو دې د چکر په وخت کې د عربو په مارکيټونو کې له اروپايانو هم ها خوا د عربو له قوانيو واوښت چي د سیلانیانو لپاره يي ټاکلي او ډير کوښښ کوي چې کله دوی دې هيوادنو ته په چکر ځي نو که ډير نه وي قانون ته لږ مرعات کوي او په اوسلو برابر چکر وهي، خو د ګل بې دين چر ګوري بیا نه په افغاني کالیو کې چا وليد نه په د عربو په بوجيو کې،خو د سيکولرو په شکل په دې هيوادونو کې تګ او راتګ کوی، کار او عمل مو ټول د سيکولرانو ده…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب