دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهطالبانو د سولې خبرې د هوکړې د ارزونې تر پایلو ځنډولي

طالبانو د سولې خبرې د هوکړې د ارزونې تر پایلو ځنډولي

تاند( یک شنبه، د دلوې ۲۶) د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا وایي چې طالبانو د سولې خبرې د امریکا د نوي حکومت له‌ خوا د سولې هوکړې د ارزولو د پایلې تر معلومېدو ځنډولې دي.

د یادې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد وایي، طالبان د امریکا له‌ خوا د تړون په اړه په احتمالي توګه د نویو شرایطو د وضعه کېدو سره موافق نه دي.

نوموړی زیاتوي، طالبان غواړي پوه شي چې د امریکا او د دوی ترمنځ د فبروري ۲۹مې د هوکړې له ارزونې وروسته متحده ایالات څه نوې پرېکړه کوي.

هغه زیاتوي:« طالبان د امریکا ارزونو ته ایسار دي، همدارنګه یې نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړل، امریکا هم غواړي د ارزونو په نوم امتیاز واخلي، خو طالبان هم وايي، که تړون ارزول کېږي و دې ارزول شي، خو که له ارزونې وروسته په کې بدلون راځي او شرایط اېښودل کېږي، نو دوی هم شرایط لري».

په ورته وخت کې د افغانستان مرکچي پلاوی بیا وایي، طالب پلاوی له تېرې يوې مياشتې راهیسې د خبرو مېز ته نه‌ دی ناست.

خو طالبان بیا وایي، د دوی د مبارزې موخه د یو اسلامي نظام جوړول دي.

په دوحه کې د سولې خبرې وروسته له هغې وځنډېدې کله چې د جوبایډن په مشرۍ واک ته له رسېدو وروسته، د متحده ایالاتو نوي حکومت له طالبانو سره د سولې د شوې هوکړې ارزونه پیل کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل، غواړي پوه شي چې په دې تړون کې څه راغلي او طالبانو څه ژمنې کړي او متحده ایالاتو ته کوم مسوولیتونه ور تر غاړې دي.

بل لورته د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي چې د افغان حکومت پلاوی په داخلي مجلسونو او له ملاتړو هېوادونو سره په مجلسونو بوخت دی.

انوري وایي د افغان ولس غوښتنه همدا ده چې ژر تر ژره طالبان باید د خبرو مېز ته حاضر شي څو په اساسي مسایلو بحثونه پیل شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې خبرو په اړه تازه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب