دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+کوربه بنګله دېش د ټېسټ لوبو لړۍ وبایلله

کوربه بنګله دېش د ټېسټ لوبو لړۍ وبایلله

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۲۶) د بنګله دېش او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د بنګله دېش په کوربتوب د دوو ټېسټ سیالیو وروستۍ لوبه نن پای ته ورسیده.

په دې لوبه کې لوبه کې هم ويسټ اندیز بنګله دېش ته ماتې وکړه.

لومړۍ پاڼۍ:

ویسټ انډیز لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه  چېپه خپله لومړۍ پاڼۍ کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۰۹ منډې جوړې کړې.

په مقابل کې يې بنګله دېشۍ لوبډله په ۲۹۶ منډو وسوځېده او له ویسټ انډیزي لوبډلې  ۱۱۳ منډې باقې شوه.

دویمه پاڼۍ:

ویسټ انډیز په خپله دویمه پاڼۍ کې د بنګله دېش پر وړاندې  مقاومت ونه کړ او ټول لوبغاړي يې په ۱۱۷ منډو له لاسه ورکړل.

دا چې بنګله دېش لوبډله له لومړي پاڼۍ هم ۱۱۳ منډې باقې وه نو یادې لوبډلې ته ۲۳۰ منډې هدف وټاکل شو.

بنګله دېش د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې یوازي ۲۱۳ منډې جوړې کړې.

د یادونې ده چې ویسټ انډیز په خپل دغه سفر کې درې پنځوس اوريزې او دوه ټېسټ سیالۍ تر سره کړې چې په یو ورځنیو لوب کې یې ماتې وخوړه خو د ټېسټ لوبو لړۍ يې په خپل نوم کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب