شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهګل پلورونکی ماشوم: کاش تل داسې د مېنې ورځې وې، موږ به...

ګل پلورونکی ماشوم: کاش تل داسې د مېنې ورځې وې، موږ به څنګه ښه ګټه کوله

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۲۶)  په پلازمېنه کابل او د هېواد یو شمېر نورو سیمو کې د ځینو ځوانانو له لوري د مئینانو یا ولنټاین ورځ ونمانځل شوه.

د کابل ښار اړوند یو شمېر سیمو کې نن د دوکانونو مخو ته ډول ډول ګلان د پلور په موخه اېښودل شوي وو چې ګڼ شمېر ځوانانو خپلو معشوقو ته د ډالۍ په موخه اخیستل.

د کابل شهرنو سیمه کې د ګلفروشي کوڅه چې هر ډول تازه او نور پلاستیکي ډول ډول ګلان پکې پلورل کیږي نن د نورو ورځو په څېر سړه نه وه؛ مګر ډلې ډلې ځوانان راتله او ګلان یې ترې پېرل.

د فبروري ۱۴ (سلواغه ۲۶) چې د مئینانو د ورځې په نوم یادیږي دلته هم ګڼ ځوانان لیدل کېدل چې خپلو معشوقو ته یې د ګلونو ګېډۍ د ډالۍ په موخه پېرلې.

ګل علم نوري چې د ګلونو د اخیستو په موخه راغلی تاند سره خبرو کې وایي، خپلې کوژدنې ته د ګلونو ګیډۍ اخلي.
هغه وایي: ((دا مو د خوشالۍ جوړولو یوه پلمه جوړه کړه، موخه مو د راتلونکي ګډ ژوند لپاره د خوشالیو برابرول دي.))

د شهرنو سیمه کې د ګل فروشۍ کوڅې هټیوالو سربېره؛ بیا یو شمېر ناچاره او غریب ځوانان یا هم کوچنیان چې د سړکونو په غاړو ولاړ او د ګلانو ګېډۍ پلوري، د نن ورځې له روزګاره خورا خوښ دي او وایي نن یې تر ټولو ډېرې پیسې ګټلې دي.

د شبیر په نوم یو کوچنی چې ګل پلورونکی دی تاند سره خبرو کې وایي، کاش تل یې داسې ګټه کولای.

هغه وایي: ((کاش تل داسې د مېنې ورځې وې موږ به څنګه ښه ګټله کوله. نن مې دوه سوه روپۍ ګټلي دي خو هر وخت خو مینه نه وي چې دومره به وګټم. نورې ورځې ۷۰ یا ۸۰ یا سل روپۍ ګټم.))

دا په داسې حال کې ده چې د فبروري ۱۴ د مینانو نړیواله ورځ ده چې دغه ورځ روم کې په پخوانیو زمانو کې پیل شوې، خو په وروستیو لسیزو کې د نړۍ اکثرو هېوادونو له خوا لمانځل کیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب