شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه عراق کې د ۱۳ ترک وګړو جسدونه موندل شوي

په عراق کې د ۱۳ ترک وګړو جسدونه موندل شوي

تاند(یکشنبه، د دلوې ۲۶) د اسوشیټډ پریس خبري اژانس راپور ویلي، چې په عراق کې د ۱۳ ترک وګړو جسدونه په داسې حال کې موندل شوي چې ټول یې د شا له طرفه د ټوپک په ډزو وژل شوي دي.

اسوشیټډ پریس خبري اژانس د ترکیې د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړی دی چې دا کسان څه موده وړاندې په ترکیه کې نادرکه شوي وو او اوس جوته شوې ده چې وژل شوي کسان د ترکیې د پ.کې.کې ترهګرو له لوري تښتول شوي او بیا په ډېرې بې رحمۍ وژل شوي دي.

د ترکیې د دفاع وزیر حلوصي اکار که څه هم په دې اړه څه نه دي ویلي خو نن یې خبر ورکړی دی چې په عراق کې یې د پ.کې.کې پر وړاندې پیل کړي عملیات په بریالیتوب پای ته رسولي دي.

په ورته وخت کې د ترکیې د دفاع وزیر حلوصي اکار ویلي چې د عراق په شمالي سیمو کې یې عملیات په بریالیتوب پای ته رسېدلي دي.

د نوموړي په خبره د دې عملیاتو له پیله تر اوسه د پ.کې.کې ۴۸ وسله وال وژل شوي او ګڼ نور یې ټپیان شوي دي.

اکار زیاته کړې چې د دې حیاتي عملیاتو په پایله کې یې خپلو پولو ته څېرمه سیمې د پ.کې.کې له وسله والو څخه په بشپړه توګه پاکې کړې دي.

نوموړي دغه راز ویلي چې ترکي سرتېري بېرته خپلو هوایي او ځمکنیو اډو ته را ګرځېدلي دي او ټینګار یې کړی دی چې د اړتیا په صورت کې کولی شي د سترګو په رپ کې بېرته یادو سیمو ته ستانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب