شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو د خپل مشر د وژل کېدو خبر رد کړ

طالبانو د خپل مشر د وژل کېدو خبر رد کړ

تاند(یکشنبه، د دلوې ۲۶) طالبانو د خپل مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د وژل کېدو راپورونه رد کړل.

نن د کابل یوې ورځپاڼې ادعا کړې وه چې ملا هیبت الله اخوندزاده، د دې ډلې د استخباراتو رئیس ملا مطیع الله او د مالي چارو رییس حافظ عبدالمجید په کوټه کې په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

هشت صبح ورځپاڼې دغه راز ویلي و چې دا کسان څو میاشتې وړاندې د کوټې په چلوباوري سیمه کې د حافظ عبدالمجید په کور کې وژل شوي دي.

د طالبانو مشر ملا هیبت الله په کوېټه کې په یوه چاودنه کې وژل شوی

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی مشر ژوندی دی او د ده په وینا د جهاد په چارو بوخت دی.

مجاهد دا هم ویلي چې دا ډول پروپاګنډ پخوا هم شوی و او اوس یې یو وار بیا ردوي؟

د طالبانو مشران په عام محضر کې ځان نه ښکاروي او دې ته په کتو چې د دې ډلې د موسس ملا محمد عمر د مړینه له اصلي نېټې دوه کاله وروسته څرګنده شوه د هیبت الله اخوندزاده پر مرګ او ژوند هم په اسانه باور نه شي کېدای.

په هغه موده کې چې ملاعمر مړ و، د ده په نامه د اختر پیغامونه خپرېدل او طالبان جګړې ته بلل کېدل.

د ملا عمر د مړینې اعلان د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پروسه په ټپه ودروله او ملااخترمحمد منصور، چې وروسته په بلوچستان ایالت کې ووژل شو، د طالبانو مشر اعلان شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب