جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه جلال اباد کې د درنو ډزو غږونه اورېدل کیږي، پوځي عملیات...

په جلال اباد کې د درنو ډزو غږونه اورېدل کیږي، پوځي عملیات روان دي

تاند — د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې په ځایي وخت خواوشا ۱۱ بجې سختې ډزې پیل شوې چې اوس د سهار په څه کم یوه بجه هم روانې دي.

ویل کیږی چې دغه ډزې د ښار د ۷مې ناحیې په غوچکو سیمه کې د ۰۲ قطعې د عملیاتو له امله پیل شوي خو د مقابل لوري له خوا مقاومت عملیات کرکېچن کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، « د جلال اباد ښار اوومې ناحيې مربوطاتو کې امنيتي ځواکونو په يو کور کې وسله وال مخالفين محاصره کړي چې د نيولو او يا هم وژلو وروسته به بشپړ معلومات شريک کړو.»

ویل کیږي چې په سیمه باندې پوځي الوتکې هم دورې وهي،‌ او د جلال اباد ښار یوه اوسېدونکي تاند ته وویل چې الوتکو په سیمه باندې د راکټونو ډزې وکړې.

په دې پېښه د جلال اباد ښاریانو په ټولنیزه رسنیو سخته اندېښنه ښودلې ده. مطیع الله شهاب لیکلي،‌ « یواځې خپلو سرتیرو ته دعا وکړئ.! #ننګرهار». نوید شینواري لیکلي، « تر ټولو بدرنګ غږ د‌ ډزو دی»

خوشحال جبارخېل په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي، « وایي هیڅ تشویش مکوئ عملیات روان دي!

حیران یو وخاندو که وژاړو! د ښار په زړه کې درنې وسلې او بمونه استعمالېږي، الوتکې وارېږي، دا د شا او خوا کورونو ماشومان، ښځینه…..  فکر وکړئ سره جګړه روانه ده او دوی وایي هیڅ تشویش مکوئ! د خدای په خاطر دا څه حال شو، زه خو فکر کوم چې دا اوس د هلمند په موسی کلا یا مارجه کې پروت یم. خدای دې رحم وکړي خو د تشویش نکولو مفهوم لږ سم درک کړئ بیا خوله وازه کړئ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب