Home+راشد خان پي اېس اېل کې د ګډون لپاره یاد هېواد ته...

راشد خان پي اېس اېل کې د ګډون لپاره یاد هېواد ته لاړ

تاند (دوشنبه، د دلوې ۲۷) د افغانستان  دکرکټ ملي لوبډلې مخکښ سوکه توپ اچونکی راشد خان د پاکستان سوپر لیګ کې د ګډون په موخه پاکستان ته لاړ.

دا لومړي ځل دی چې راشد خان د پاکستان سوپر لیګ کې لوبېږي.

نوموړی د پي ایس ایل ډرافټ کې د لاهور قلندرز لوبډلې اخیستی او په لوړ قیمت هم پېرل شوی دی.

راشدخان په خپل ټوېټر کې یو تازه عکس خپور کړی  او لیکلي يې دي چې کراچۍ ته روان دی او په لومړي ځل به د پاکستان سوپر لیګ کې ولوبېږي.

تر راشد خان مخکې نور احمدلکڼوال او مجیب الرحمن پاکستان ته تللي دي.

نور احمد د کراچۍ کنګز او مجیب الرحمن د پېښور زلمي لوبډلې لپاره لوبېږي.

د یادولو ده چې د پاکستان سوپر لیګ د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه په کراچۍ ښار کې پیلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...