شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+څلورويشتم عامه کتابتون| حبیب وقار

څلورويشتم عامه کتابتون| حبیب وقار

د کلي عامه کتابتون له لوري يوه بله سيمه هم د کتابونو په وړانګو روښانه شوه.

دا سيمه دومره لرې د تورو غرونو په منځ کې پرته ده چې له کابل څخه ايله په ۷ ساعته کې موټر ور رسېږي او کلونه کلونه هلته د هېڅ کوم حکومت له خوا داسې خدمت نه دی شوی چې د هېواد له نورو سیمو سره پرتله شي، نو له همدې امله د یاد خوځښت ډلې تصميم ونيو او د بااحساسه هېوادوالو په مرستو يې په همدې سيمه کې يې په ۱۲۰۰ عنوانه بېلابېلو ګټورو کتابونو سره د شهيد بسم الله خان کتابتون پرانيست.

دغه کتابتون د روان ۱۳۹۹لمریز کال د سلواغې په ۲۵مه نېټه د وردګ ولایت، جلګې ولسوالۍ، تقریباً په وروستۍ غرنۍ برخه کې، د شهيد بسم الله خان په لیسه کې پرانيستل شو. کتابتون د سيمې د اوسېدونکو، د ليسې د استادانو او زده کوونکو له تود هرکلي سره مخ شو. 

د کتابتون د پرانيستې مراسم د ښاغلي مولوي حمدالله په غږ د قران کريم په سپېڅلو ايتونو سره پيل شول. ورپسې قومي مشر قوماندان عبدالولي خان ټولو مېلمنو او د غونډې ګډون والو ته ښه راغلاست ووايه، د کتاب ډالۍ کوونکو او د کتابتون له جوړوونکو يې مننه وکړه. 

وروسته مولوي عبدالمتين صابري خبرې وکړې، صابري په خپلو خبرو کې وويل کتابتون جوړول جاريه صدقه ده او ثواب یې جوړوونکي او صدقه کوونکي ته له مرګ وروسته هم رسېږي، نوموړی زياته کړه: «د کتابتون جوړول لوی ثواب دی، له جوړوونکو يې نړۍ مننه کوو او دا لوی خدمت يې چې د سيمې ټولو خلکو ته يې خیر رسېږي ستايو».

له ښاغلي صابري وروسته د لیسې سرمعلم نيازمحمد د پوهنې د ارزښت او مطالعې د ګټو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه ويې ويل که مطالعه وکړو او ځان له علومو او د نړيوالو علماوو له نظرونو خبر کړو، کولای شو پرمختګ وکړو او خپله ټولنه د سيالانو سياله کړو. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: «هغه ټولنې چې مطالعه کوي پرمختګ کوي او خپل هېوادونه یې جوړ کړي دي او هغوی چې مطالعه نه کوي د پرمختګ څرک هم نه ويني».

د سيمې ديني عالم مولوي عبدالحق اخندزاده دريځ ته وبلل شو، نوموړي د کلي عامه کتابتون دا هڅه د يادې ليسې او سيمې له پاره لويه او ارزښتناکه ډالۍ وبلله، د کلي عامه کتابتون له غړو يې ډېره مننه وکړه چې زحمت وباسي او په سيمو کې د علم ډيوې بلوي. نوموړي د کلي عامه کتابتون له پيل څخه تر نن پورې فعاليتونو او د دې ترڅنګ يې د کلي خيريه بنسټ په کارونو هم رڼا واچوله او د غونډې ټولو ګډونوالو ته یې د شفافيت، اخلاص، او صداقت ډاډ ورکړ نوموړي زیاته کړه: «دا هغه کسان دي د کلیوالي ټولنې درودونه، ستونزې او اړتیاوې يې ښې درک کړې دي او د داسې يتيمانو لاسنيوی کوي چې هغوی له يوه الله پرته بل هېڅوک نه لري».

د غونډې بل ويناوال د عروج د لوړو زده کړو موسسې استاد ښاغلی وحیدالله واحدي و. نوموړي د کلي عامه کتابتون د ټولو کارونو او هڅو ستاينه وکړه او د کلي عامه کتابتون کارونه یې توضېح کړل او په اړه یې د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

له ښاغلي واحدي وروسته د کلي عامه کتابتون مشر مجيب الرحمن محمودي خبرې وکړې، د سيمې له خلکو يې وغوښتل، د کتابتون ښه ساتنه وکړي او خپل اولادونه وهڅوي چې کتابونه مطالعه کړي نوموړي زياته کړه: «موږ کتابتون د دې له پاره جوړ کړی چې خلک مطالعه پکې وکړي، خپل مقدسات، خپل تاريخ، خپله جغرافيه او خپل وياړونه پکې وپېژني او په ټولنه کې يو مثبت بدلون راولي، نو له تاسې ټولو د سيمې له مشرانو، د ليسې له استادانو او ټول ولس هيله کوو چې خپل اولادونه او د سيمې ځوانان مطالعې او له کتابتون څخه ښې استفادې ته وهڅوئ». همداراز محمودي له کتابتون څخه د استفادې په اړه توضیحات ورکړل او د کلي عامه کتابتون د خوځښت په اړه يې د غونډې برخه والو ته معلومات ورکړل چې د دې خوځښت موخه څه ده، څه ډول فعالیت کوي، غړي يې څوک دي، همداراز یې د کلي خیريه بنسټ په اړه هم معلومات وړاندې کړل.

محمودي د سيمې علماوو ته هم سپارښتنه وکړه او هغه لارې چارې يې ورته په نښه کړې، کومې چې د دې کتابتون د بډاينې او نویو کتابتونونو د جوړښت او همداراز په تعليمي برخه کې د نوي نسل د ښې روزنې له پاره اغېزمنې او ګټورې تابتېدای شي.

غونډې ته د کلي عامه کتابتون غړي مطيع الله هدايت وينا وکړه. نوموړي د مطالعې په اصولو او هغو لارو چارو خبرې وکړې، کومې چې زده کوونکی کولای شي ښه مطالعه وکړي. ښاغلي هدايت زياته کړه، مطالعه ژوند دی، هر څوک چې مطالعه کوي هغه ژوندي ملتونه بلل کېږي او له مطالعې پرته ژوند، ژوند نه شمېرل کېږي. نوموړي همداراز وويل: «که يو څوک يو ځل په مطالعه روږدی شي بيا به تل مطالعه کوي او له هرڅه به خبرېږي، په هرڅه به پوهېږي او له هرچا به ډېر معلومات لري، نو که مو دا لاره خپله کړه بريا مو خامخا ده».

 د غونډې په بهير کې د ليسې، ګلاليو زده کوونکو شعرونه هم زمزمه کړل. غونډه د مولوي حمدالله په دعا سره پای ته ورسېده، په همدې مهال د کلي عامه کتابتون غړو د ليسې راغلو زده کوونکو ته ۲۴۰ ټوکه د ماشوم د ادبیاتو کتابونه هم ووېشل او مېلمانه له کتابتون څخه د کتنې په موخه د کتابتون په لوري وخوځېدل. د يادولو وړ ده په جلګه ولسوالۍ د کلي عامه کتابتون له لوري دا څلورم کتابتون او  کلي عامه کتابتون څلورويشتم کتابتون دی چې پرانيستل شو، د کلی عامه کتابتون له ټولو مرسته کوونکو یو ځل بیا هم مننه کوي په دې مرستو کې د کتابونو د ډالیو تر څنګ ۲۲تنو نقدي مرستې هم کړې وې چې ټولې نقدي مرستې ۱۲۸۵۲۰افغانۍ وې. له دې ډلې:

  1. په ۹۱۰۵۰ افغانيو ۶۰۵ټوکه کتابونه له بېلابېلو کتاب پلورنځيو اخيستل شوي.
  2. په ۷۵۰ افغانۍ په اشنا مطبعه کې بېنر او ټاپه جوړ شوي.
  3.  په ۲۷۳۰۰افغانۍ په قوای مرکز کې شاوخوا ۲۶متره مربع المارۍ جوړې شوې.
  4.  ۸۱۵۰ افغانۍ له کابل څخه تر جلګې ولسوالۍ پورې د کتابونو او الماريو کرایه شوې ده.

ټول مصارف ۱۲۷۲۵۰افغانۍ شوي او۱۲۷۰افغانۍ يې باقي پاتې دي.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب