جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد هرات یو قومي مشر د پولیسو په ډزو کې وژل شوی

د هرات یو قومي مشر د پولیسو په ډزو کې وژل شوی

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۷)  سرچېنې وایي، د هرات اسلام کلا ګمرک کې یو تن قومي مشر علي جان ممنون د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد قومي مشر پرون هغه مهال وژل شوی چې د امنیتي ځواکونو له لوري ورته د ودرېدو امر وشو، خو نوموړي خپل موټر ونه دروه.

سرچينې زياتوي، امنيتي ځواکونو احضارات نیولي وه او کله چې یاد قومي مشر په خپل موټر کې په ډېر سرعت سره ګمرک ته د دننه کېدو هڅه وکړه، د ګمرک د امنیت لپاره راغلو امنیتي ځواکونو ورباندې ډزې وکړې او ووژل شو.

د یادونې وړ ده چې علي جان ممنون هرات کې د حزب اسلامي د یوې جلا شوې ډلې د دفتر مسؤل هم وه.

د هرات اسلام کلا ګمرک چې تر یوې شپې او ورځې یې اورلګېدنې جریان درلود شاوخوا ۵۰۰ موټر پکې په بشپړ ډول وسوځیدل او دغه راز تر ۵۰ میلیونه ډالرو تاوان یې سوداګرو ته ورسید.

ځینو چارواکو د اور لګېدنې علت هلته د ګاز ډبې چاودنه په ګوته کړې، خو مالیې وزارت وایي چې د پېښې د څېړنو په موخه یې سیمې ته پلاوی استولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب