Homeخبرونهجلال آباد ښار کې د داعش ډلې د رهبرۍ ۷ غړي ووژل...

جلال آباد ښار کې د داعش ډلې د رهبرۍ ۷ غړي ووژل شول

تاند (دوشنبه د دلوې ۲۷) د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د انتحاري په ګډون د رهبرۍ ۷ غړي وژلي.

د ملي امنیت ۰۲ قعطې نن دوشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېره شپه ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار ۷ ناحیې اړوند غوچکو ساحه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې د انتحاري په ګډون د رهبرۍ ۷ غړي د مقاومت په جریان کې ووژل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، وژل شویو کسانو په جلال اباد ښار کې په دولتي ارګانونو د ځانمرګو او ډله یيزو بریدونو پلان درلود چې هدف ته تر رسیدو مخکې په نښه او له منځه یووړل شول.

ملي امنیت وايي، ددې عملیاتو پر مهال یوه انداې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او عامو خلکو ته په کې زیان نه دی رسېدلي.

داعش ډلې تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

په جلال اباد کې د درنو ډزو غږونه اورېدل کیږي، پوځي عملیات روان دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...