جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+پاکستان له سویلي افریقا د شل اوره لوبو لړۍ وګټله

پاکستان له سویلي افریقا د شل اوره لوبو لړۍ وګټله

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۷) د پاکستان او سویلي افریقا ترمنځ د درېو شل اوریزو لوبو لړۍ کوربه پاکستانۍ لوبډلې وګټله.

په درېیمه لوبه کې پاکستان پچه وګټله او لومړی يې سویلي افریقا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

سویلي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې وکړې.

د افریقا لپاره ډېویډ میلر د ۷ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مټ په ۴۵ توپونو ۸۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

پاکستان لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۸.۴ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لوبه یې  د ۴ ویکټو په توپیر په خپل نوم کړه.

د دوی له لوري بابر اعظم ۴۴ او محمد رضوان ۴۲ منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی محمد نواز  او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی محمد رضوان وټاکل شو.

د یادونې ده چې له دې وړاندې لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه پاکستان او دویمه لوبه بیا سویلي افریقا لوبډلې ګټلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب