تاند(دوشنبه، د دلوې ۲۷) د پاکستان او سویلي افریقا ترمنځ د درېو شل اوریزو لوبو لړۍ کوربه پاکستانۍ لوبډلې وګټله.
په درېیمه لوبه کې پاکستان پچه وګټله او لومړی يې سویلي افریقا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
سویلي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې وکړې.
د افریقا لپاره ډېویډ میلر د ۷ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مټ په ۴۵ توپونو ۸۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
پاکستان لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۸.۴ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لوبه یې د ۴ ویکټو په توپیر په خپل نوم کړه.
د دوی له لوري بابر اعظم ۴۴ او محمد رضوان ۴۲ منډې وکړې.
د لوبې غوره لوبغاړی محمد نواز او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی محمد رضوان وټاکل شو.
د یادونې ده چې له دې وړاندې لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه پاکستان او دویمه لوبه بیا سویلي افریقا لوبډلې ګټلې وه.