جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو خپلواک کمیسیون: دواړه لوري دې د خبرو میز ته...

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون: دواړه لوري دې د خبرو میز ته ستانه شي

تاند(دوشنبه، د دلوې ۲۷) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا له طالبانو او افغان حکومت غوښتنه کړې چې د بین الافغاني خبرو مېز ته ستانه شي او ژر تر ژره روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون په اعلامیه کې راغلي چې روانو جګړو عام افغانان سخت زیانمن کړي دي او هره ورځ دوی ته تلفات اړوي نو له همدې امله دا اړینه ده چې ژر تر ژره ددوحې مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي او دلته باید جګړه ختمه او دایمي اوربند رامنځته شي.

یاد کمیسیون زیاتوي چې د جګړو له امله پراخ مادي او معنوي زیانونه افغان ولس ته اوړي او جدي اړتیا ده چې د جګړې پر ځای د هېواد پر جوړولو او انساني حقونو پر خوندي کولو تمرکز او لګښت وشي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون بیا هم له دواړو لورو غواړي چې جګړه د خبرو له لارې ختمه کړي او د ولس غږ ته مراجعه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسمشر غني یو ځل بیا په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدو او د سولې ټینګښت ته هیله مندي ښودلې ده.

نوموړي له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو ۳۲مې کالیزې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي چې افغانستان به سولې ته رسېږي. هغه تېرو کورنیو جګړو ته په اشارې ویلي چې د شوروي لښکرو پر وړاندې د افغانانو د جهاد هدف د یو اسلامي نظام رامنځته کول و خو د ده په وینا؛ له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو غیر مسوولانه وتل د کورنیو جګړو لامل شو.

نوموړي ټینګار کړی دی چې له تېرو ترخو تجربو په زده کړې ټول افغانان باید په خپل یووالي سره په افغانستان کې تلپاتې سوله یقیني کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب