جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: د سولې خبرو سره هممهاله په افغانستان کې جګړو زور...

ملګري ملتونه: د سولې خبرو سره هممهاله په افغانستان کې جګړو زور اخیستی

تاند(دوشنبه، د دلوې ۲۷) د ملګرو ملتونو یوې ډلې ددغه سازمان د امنیت شورا ته په خپل یوه راپور کې ویلي، چې لا هم افغانستان د نړۍ په کچه له ترهګریزو فعالیتونو اغېزمن هېواد دی.

راپور کې راغلي، سره له دې چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې پيل شوې دي خو په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی او ددغه هېواد وضعیت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي.

د ملګرو ملتونو دغه ډله کارپوهانو زیاته کړې، چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکه لري او دغه شبکه یې په ډېری عملیاتو کې لارښوونه او مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو په وینا چې د سولې له هوکړې وروسته نه یوازې دا چې په افغانستان کې وضعیت ښه شوی نه دی، بلکې لا کړکېچن شوی او ستونزې ډېرې شوې دي.

راپور وړاندې لیکي، چې د تېر کال له فبرورۍ وروسته تر دې دمه ۶۰۰ ملکي افغانان او ۲۵۰۰ افغان امنیتي ځواکونه په جګړو کې وژل شوي دي.

یاد کاروپوهان له امنیت شورا د جدي پاملرنې غوښتنه کوي او په افغانستان کې وضعیت اندېښمنوونکی بولي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هم په دواړو لورو غږ کړی چې له جنجالونو تېر شئ او ژر تر ژره د خبرو میز ته ستانه شئ.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون: دواړه لوري دې د خبرو میز ته ستانه شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب