جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهجو بایډن: د ټرمپ نه محاکمه کېدل د امریکا کمزوري ثابتوي

جو بایډن: د ټرمپ نه محاکمه کېدل د امریکا کمزوري ثابتوي

تاند(دوشنبه، د دلوې ۲۷) جو بایډن د ټرمپ پر نه محاکمه کېدو غبرګون ښودلی دی.

وروسته تر هغه چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا له سنا برات واخیست، بایډن په خپلو څرګندونو کې وویل چې دا مسئله په امریکا کې د ولسواکۍ کمزوري ښيي.

د هغه په وینا، په دې هېڅ سترګې نه شي پټېدلی چې ټرمپ پر کانګریس د لاریون کوونکو د برید لامل او هڅوونکی و، خو د امریکا سنا لکه څنګه چې اړتیا وه هسې پرېکړه و نه شوی کولای.

نوموړي زیاته کړې، دا مسئله ښيي چې د امریکا په سنا کې ولسواکۍ ته درنښت نه دی پاتې.

د امریکا سنا تېره ورځ د ټرمپ د استیضاح او محاکمې لپاره رایه واچوله خو دې پروسې د اړتیا وړ رایې ونه ګټلې او ټرمپ برات واخیست.

د سنا غړو له هغه طرحې سره مخالفت وکړ چې له مخې به یې ټرمپ استیضاح او محاکمه کېده.

دغه غوښتنې ۶۷ رایو ته اړتیا لرله خو ټولټال یې ۵۷ مثبتې رایې لرلې.

په دې توګه ټرمپ له هغه تور مبرا شو چې ویل کېدل د امریکا پر سنا یې د برید لپاره لاریون کوونکي هڅولي وو.

ټرمپ د سنا ددې پرېکړې هرکلی کړی دی او په خبره یې دده استیضاح او په دې اړه د سنا د ځینو غړو دریځ د تاریخ تر ټولو ستر ظلم و، خو پکې بریالي نه شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب