شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمالیې وزارت: هرات کې اورلګېدنې سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اړولی

مالیې وزارت: هرات کې اورلګېدنې سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اړولی

تاند(یکشنبه، د دلوې ۲۶) مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هرات په اسلام کلا بندر کې رامنځته شوې اور لګېدنه مهار شوې ده.

خبرپاڼه کاږي چې د یادې اورلګېدنې له امله د رامنځته شویو زیانونو د څرنګوالي او څېړنې لپاره یې یو پلاوی سیمې ته استولی دی.

ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د هرات په ګمرک کې اورلګېدنې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.

تېره ورځ تر غرمې وروسته د هرات په ګمرک کې اورلګېدنه وشوه چې خورا پراخه وه او حکومت یې د کنټرول لپاره د ناتوانۍ خبره وکړه.

د هرات ځایي چارواکي وایي چې په دغه اورلګېدنه کې لسګونه د ګازو او تېلو ټانکرونه سوځېدلې دي او افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.

په ورته وخت کې د هرات والي د اسلام کلا ګمرک ته ورغلی و او زیانمنې شوې سیمې یې له نږدې لیدلې دي.

هغه همدا راز د ایران د خراسان رضوي ولایت له والي سره کتلي دي او د اور په کابو کولو کې یې ددغه هېواد له مرستو او همکاریو مننه کړې ده.

د هرات والي همدا راز وایي چې دمګړی د ګمرک شاوخوا لسګونه افغان سرتېري ځای پر ځای شوي دي او هڅه کوي د سوداګرو توکي له غلا او لاسوهنو وساتي.

د هرات والي وایي د پېښې اصلي لامل نه دی روښانه شوی، خو دا یو ستر بحران دی چې افغان سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.

ددې تر څنګ په ټولنیزو رسنیو کې بیا پر حکومت نیوکه ده، چې دوی د فساد او بې کفایتۍ له امله سلګونه ټانکرونه په ګمرکونو درولي دي او دداسې پېښو په اړه هېڅ راز تدابیر نه لري.

د لومړنیو راپورونو له مخې، د هرات په اسلام کلا بندر کې د رامنځته شوې اورلګېدنې له امله سوداګرو ته تر پنځوس میلیونه ډالرو ډېر زیان اوښتی دی.

د هرات د سوداګرۍ خونې رییس یونس قاضي زاده ویلي چې په دې اورلګېدنه کې افغان سوداګر سخت زیانمن شوي دي او لومړني راپورونه ښیي چې دغې پېښې تر پنځوس میلیونه ډالرو ډېر زیان اړولی دی.

په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزی وایي چې د اور لګېدنې له امله تر دې مهاله اووه تنه د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.

د هغه په خبره، د ټپیانو له ډلې د یوه تن روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب