Homeخبرونهیوې نسبتاً شدیدې زلزلې افغانستان او ګاونډي هیوادونه ولړزول

یوې نسبتاً شدیدې زلزلې افغانستان او ګاونډي هیوادونه ولړزول

تاند(جمعه، د دلوې ۲۴) یوې نسبتاً شدیدې زلزلې، چې شدت یې د ځینو راپورونو له مخې د ریښتر په حساب لږترلږه ۶ اعشاریه ۳ درجې و، نن شپه د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو یو شمېر سیمې ولړزولې

هندي رسنۍ وايي، د دغه هیواد د زلزله پېژندنې د مرکز د معلوماتو پر اساس د دې زلزلې مرکز د افغانستان د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ته نژدې و.

د هند د زلزله پېژندنې ادارې د راپور له مخې، زلزله د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰ بجې او ۳۱ دقیقې پېښه شوه.

د راپور له مخې د زلزلې مرکز تر مځکې ۷۳، ۵۸ کیلومتره لاندې و.

د هندي رسنیو پر اساس، دې زلزلې د دغه هیواد د پنجاب ایالت امرتسر او نوی ډیلی هم لړزولي دي.

تراوسه پورې د زلزلې له کبله د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړی شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...