شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+کونړ کې د سولې ترسرلیک لاندې د والیبال لوبې پای ته ورسېدې

کونړ کې د سولې ترسرلیک لاندې د والیبال لوبې پای ته ورسېدې

تاند( شنبه، د دلوې ۲۵) د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې د سولې تر سرلیک لاندې د والیبال پیل شوې  لوبې د نرنګ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو د پای لوبې په مراسمو کې د والیبال سلګونو مینه والو ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کې د کونړ ولایت مرستیال والي واصف الله واصفي  د هېواد ابادۍ، سولې او پرمختګ په لاره کې د ځوان کهول په اغېزمنو هڅو ټینګار وکړ.

هغه ورزش د ځوانانو ترمنځ د ښو اړیکو او یووالي ټینګښت لپاره مهم وباله او د لا پرمختګ په برخه کې یې ژمنه وکړه.

په ورته مهال د کونړ ورزشي امریت د والیبال فدراسیون مشر محمد شعیب حماد وایي، له دې لوبو څخه یې موخه د ۱۹ کلنو او ولایتي منتخبې لوبډلو لپاره د پیاوړو لوبغاړو ټاکل وو.

حماد وایي ولایتي منتخبې لوبډلې لپاره به له ټولو لوبډلو په شرایطو برابر لوبغاړي وټاکي.

دغه سیالۍ څو ورځې وړاندې د مرکز او پنځلس ولسوالیو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، چې پای لوبه یې نن د نرنګ او څوکۍ ولسوالیو لوبډلو ترمنځ ترسره.

د نرنګ لوبډلې وکولای شول چې دا لوبه په ښه توپير وګټي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب