شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد حج اوقافو وزارت: د اسلامي همکاریو سازمان د خبرو هرکلی کړی

د حج اوقافو وزارت: د اسلامي همکاریو سازمان د خبرو هرکلی کړی

تاند(شنبه، د دلوې ۲۵) د حج اوقافو وزارت د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له هغې اعلامیې هر کلی کړی چې ویلي و په افغانستان کې باید ژر تر ژره روان تاوتریخوالی ودرول شي.

د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي ویلي، اسلامي هېوادونه او سازمانونه دې په افغانستان کې د جګړې له غندنې سره د دغه هېواد د سولې پروسې ملاتړ هم وکړي.

د یاد وزارت په وینا، ټولو نړېوالو اسلامي سازمانونو او هېوادونو په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع بللې او د دې جګړې د ژر پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې.

د محمد قاسم حلیمي په خبره، د اسلامي هېوادنو د همکاریو سازمان وروستۍ اعلامیې چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او د سولې په خبرو کې د چټکتیا غوښتنه کړې د دې ښکارندوی کوي چې د افغانستان جګړه قانوني صبغه نه لري.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندښنې وړ ښودلی او له افغان حکومت او طالبانو یې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سولې خبرې د چټکې کړي.

د اسلامي همکاریو سازمان: د افغان سولې لپاره دې ټول اړخونه هڅې وکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب