Homeخبرونهد اسلامي همکاریو سازمان: د افغان سولې لپاره دې ټول اړخونه هڅې...

د اسلامي همکاریو سازمان: د افغان سولې لپاره دې ټول اړخونه هڅې وکړي

تاند(جمعه، د دلوې ۲۴) د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې وروستي بمي بریدونه،هدفي وژنې او د تاوتریخوالي زیاتیدل محکوم کړل چې په تیرو څو ورځو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي.

د اسلامي همکارۍ د سازمان عمومي منشي یوسف بن احمد العثیمین، د یو بیان په خپرولو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د سمدستي بندیدو غوښتنه وکړه او د ټولو اړخونو څخه یې وغوښتل چې د سولې هڅو ته پاملرنه وکړي او په بین الافغاني خبرو کې د بریالیتوب د ترلاسه کېدو هڅه وکړي.

نوموړي یو ځل بیا افغانستان سره د سولې، امنیت او ودې پر لور د دې سازمان په همکارۍ ټینګار وکړ.

د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې هم د روانې اونۍ په پیل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د علماو، د بشري حقونو د مدافعینو او مدني فعالانو هدفي وژنې وغندلې او پر ملکي وګړو باندې برید یې د ټولو آسماني ادیانو او نړیوالو قوانینو خلاف عمل وګاڼه.

د اسلامي همکاریو سازمان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ملګري ملتونو ویلي، چې تېره ورځ د کابل په سروبي ولسوالۍ کې يې پر موټریز کاروان وسله وال برید شوی دی.

د یوناما د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې د ملګرو ملتونو د موټریز کاروان پنځه امنیتي کسان وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال رامیز الاکبروف د وژل شويو افسرانو کورنیو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې په افغانستان کې نور تاوتریخوالی پای ته ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...