پنجشنبه, مې 9, 2024
Home+هوتک لوبه وګټله، خوښي یې ووېشله! /فقیرزی

هوتک لوبه وګټله، خوښي یې ووېشله! /فقیرزی

تاند (جمعه، د دلوې ۲۴) دا لیکنه د لوبې د څو هغو لحظو په اړه ده چې، د عام ولس احساسات او خوښۍ مې کې د لوبې د لیدو پرمهال وليدلې!

دا ريښتیا ده چې افغان جګړه ځپلی ولس تل هغه شېبې لټوي کوم چې دوی په کې یوه وړه خوله خندا موندلی شي؛ دوی په دې دردمن چاپېريال کې هغه څوک اتل بولي کوم چې پر دوی خوښي وېشي او د دوی د خوښۍ لامل ګرځي.

که څه هم په هر ډګر کې هڅه کېږي چې افغان ولس ته په یو نه یو ډول د خوښي ورکړل شي څو له رواني اړخه یو څه سکون احساس کړي دا ځکه چې کلونه جګړو دومره حد ته افغانان وځورول او لا یې هم ځوروي چي له دوی نور هرڅه هېر دي یواځې د امن کېږدۍ غواړي او بس.

وایي وږي دې وي خو چې سوله وي!

په دې وروستیو کې د افغان ولس پر شونډو چې ډېره مسکا راوستې هغه د لوبو ډګر دی چې زموږ لوبغاړو دا ویاړ ګټلی او تل ستایل شوي هم دي، یوه وړه بېلګه دا چې په دې جګړه ځپلي ډګر کې په دې وروستیو څو میاشتو کې احمد ولي هوتک د هغو زړونو د ګټلو هڅه پيل کړه چې، په ريښتينې معنی تر هرڅه ډېر ارزښتمند وو.

هغه دوه کاله وړاندې ډېر ویاړونه ګټلي ، ډېرې خوښۍ یې افغانانو ته ورکړي خو غوښتل یې د وروستیو دوو کلونو جبران وکړي کوم چې ده په کې د هغو بې رحمو کسانو له امله چې دی یې ټپي کړی وو افغانانو د ویاړ ګټلو هڅه کوله خو نه یې شو کولای.

هوتک له تېرو څو میاشتو په خپلې فېسبوک پاڼې له خپل برازیلي سیال لیوناردو باربوسا سره د لوبې خبرونه خپرول چې د عامو افغانانو تلوسه ورته ورځ بلې ته زیاتېده.

ورځې شپې تېرېدې او روانې وې او هر افغان د هوتک د لوبې رسېدو او لیدو ته شېبې شمارلې، دعاګانې به یې کولې. هوتک هم هره ورځ خپل افغان خواخوږي او دردېدلي ولس ته ډاډ ورکوه چې ستاسې د دعاوو په برکت به برازیلی سیال لیوناردو باربوسا ماتوي.

باالاخره شپه شوه ، ورځ شوه او بیا شپه شوه او د لوبې هغه شېبه را ورسېده چې په کې افغان ځوان د یوه بهرني لوبغاړي پر وړاندې د افغان درې رنګه ملي بیرغ  او غیرت د لوړ ساتلو هڅه کوي او خپل دردېدلي ولس ته ویاړ بخښي.

هغه افغان ځوان د یوه بهرني پر وړاندې لوبېږي چې، شاوخوا دوه کاله وړاندې بې څو بې رحمه خود غرضه کسانو په چړو سوری سوری کړی وو خو د ده هوډ پیاوړی وو.

د ماښام ۷ بجو ته ۳۰ دقیقې پاتې وې چې، ټولنيزو مېډياوو، فېسبوک، ټوېټر، انسټاګرام ته مې سر ورښکاره کړ، هر افغان د هوتګ د بریا دعا کوي او یو بل ته ډاډ ورکوي.

پوره ۷ بجې شوې او د شور او هیاجان وخت شو!!!

څوک له نږدې او څوک د تلویزیون په سکرین د هوتک د لوبې نندارې ته ناست او هغه شېبې لټوي چې دوی په کې یو بل ته  د بریا مبارکي ورکړي. د لوبې لومړی پړاو هم پای مومي عام افغانان وېره ځکه لري چې ګواکې خدای مه کړه تېرو ټپونو هوتک راته نه وي ژوبل کړی او ده ته د کمزورۍ ا حساس ور نکړي خو نه! د خلکو وېره بې ځایه وه هوتک د افغان ولس احساساتو او دعا وو دومره پياوړی کړی وو چې، هغه هېڅ د ناکامۍ احساس نه کاوه!!

بالاخره دوهم پړاوو چې، هوتک خپل برازیلی سیال لیونارو باربوسا ته سخته ماتې ورکړه او یو دم شو او هیاجان شو او خلکو غوغا جوړه کړه چې هوتک بریالی شو!

افغان مبارز احمد ولي هوتک لوبه وګټله خو د ځان لپاره نه د افغان ولس د خندا او ویاړ لپاره هغه لوبه کې ګوزارونه هم خوړلي وو خو درد یې ځکه نه احساسوه چې هغه د هر نندارچي په خوله خندا لیده او ده ته یې لا قوت ورکوه.

با الاخره افغان ولس د خپلو دعاګانو پایله وليده او هوتک بریالی شو!

اوس په ټولنیز مېډيا کې هم د هوتک په ستاینو بوخت دي وایي افغان ویاړ افغان بیرغ د نړۍ په کچه لوړ کړ.

دوی هوتک ځکه اتل بولي چې، هغه یوه وړه خوله خندا دردېدلي ولس ته وبخښله، دوی وایي که هر څوک د افغان ولس په درد درمن شي او دوی ته لږه خندا هم ور وبخښۍ نو باوري اوسئ چې دا ولس به یې اتل بولي او د اعزاز پټکی به یې په سر ور تړي.

هوتک لوبه وکړه خوښۍ یې ووېشله!!

عام افغانان وایي! دا ډول خوښۍ به یې څو چنده شي چې ، افغان حکومت او طالبان په کې د اوربند هوکړه وکړي او د ورورګلوۍ غاړه ورکړي!!

وچه ډوډۍ ګيلاس اوبه دې وي خو سوله دې وي!

پر سر مو بام که نه وي نه دې وي خو سوله دې وي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب