شنبه, اپریل 27, 2024
Home+احمد ولي هوتک خپل سیال مات کړ

احمد ولي هوتک خپل سیال مات کړ

تاند ( جمعه، د دلوې ۲۴)  د افغانستان د رزمي لوبو پیاوړي لوبغاړي احمد ولي هوتک په خپل کور کې خپل برازیلی سیال مات کړ او بریا یې خپله کړه.

احمد ولي هوتک د فري فایټ په لوبو کې خپل برازیلي سیال لیونارډ باربوسا په ګونډو کړ او بریا یې د ټولو هېوادوالو د خوشالۍ سبب شوه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار او دغه راز ګڼو لوړ پوړو چارواکو په خپلو ټولنیزو پاڼو د هوتک بریا ته خوښي څرګنده کړې او هغه یې ستایلی دی.

ښاغلي هوتک له بریا وروسته په خپلو خبرو کې وویل،
“ټول افغان ولس ته، زخمي او ټپي افغانستان ته ددې بریا مبارکي وایم.”

باید وویل شي چې په دغو سیالیو کې ایراني حمید رضا قالیپور له پاکستاني کمې جټ څخه لوبه وګټله.

دغه لوبې د کابل په غازي سټیډیم کې ترسره شوې.

احمد ولي هوتک څو ځله وړاندې هم دا ډول نړیوالې سیالۍ ترسره کړي چې تر ډېره یې په خپله بریا پای ته رسولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب