پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهاتمر: کابل او واشنګټن د سولې د بریا لپاره پر یوه نوي...

اتمر: کابل او واشنګټن د سولې د بریا لپاره پر یوه نوي پلان کار کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، کابل او واشنګټن هوکړه کړې چې په افغانستان کې به د سولې لپاره پر یوه نوي ګډ پلان کار کوي.

حنیف اتمر پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په دې پروسه کې د دواړو هېوادونو اړوند وزارتونه او ادارې شاملې دي.

له دې وړاندې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوې ادارې اعلان کړی و چې له طالبانو سره د دې هېواد شوې هوکړه چې تېر کال لاسلیک شوې له سره ارزوي.

اتمر زیاتوي، د جو بایډن د دې پرېکړې هرکلی کوي.

د حنیف اتمر په وینا، چې د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو ټولنو له استازو سره یې په دوو بېلو غونډو کې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د بیا پیلولو، د خپلو ژمنو عملي کولو ته د طالبانو اړکولو، د سولې د بهیر د پياوړي کولو په موخه د سیاسي او اقتصادي همکارویو زیاتول او په افغانستان کې د سولې د بهیر د ملاتړ په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو د پروګرامونو ملاتړ پر سر يې خبرې کړې دي.

اتمر زیاته کړې چې د نړیوالې ټولنې استازي په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندي او د کمېدو غوښتنه يې کوي.

اتمر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د اسلامي همکاریو سازمان هم روان تاوتریخوالی غندلی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان: د افغان سولې لپاره دې ټول اړخونه هڅې وکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...