یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهروغتیا وزارت: نړیوال بنسټ افغانستان ته ۱۶میلیونه دوزه واکسین ورکوي

روغتیا وزارت: نړیوال بنسټ افغانستان ته ۱۶میلیونه دوزه واکسین ورکوي

تاند(جمعه، د دلوې ۲۴) د عامې روغتیا وزارت ویلي، د واکسین برابرولو نړیوال بنسټ “کوواکس” د روغتیا نړیوال سازمان تر نظر لاندې افغانستان ته د ۱۶ میلیونه دوزه کورونا ضد واکسین ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي د کوواکس دې مرسته شوي واکسین لومړنۍ جوپې کې به یو اعشاریه درې میلیونه ډوزه وي.

د یاد وزارت په خبره، د کورونا پر ضد د واکسین لپاره یې لومړیتوبونه ټاکلي دي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا لومړی به روغتیايي کارکوونکو، بیا امنیتي ځواکونو او خبریالانو ته ترلاسه شوی واکسین ورکړي.

په بېلابېلو هېوادونو کې د کورونا ویروس له جوړېدو او خلکو ته له ورکولو میاشتې تېرېږي، خو په افغانستان کې لا هم دا بهیر نه دی پیل شوی.

افغانستان تېره یکشنبه د کرونا ضد واکسین ترلاسه کړ، چې د هند له خوا د ۵۰۰ زره دوزه ژمنه شوې مرستې یوه برخه وه.

هیره دې نه وي چې د هندوستان حکومت ویلي وه چې خپلو ګاونډي هېوادونو ته به ژر د دوی جوړ شوې د کورونا ضد واکسین ولېږي.

روغتیا وزارت: هند نن افغانستان ته د کورونا ضد واکسین رالېږي

1 COMMENT

  1. هندوستان به خپلو ګاونډو ته د کورونا ضد واکسین ورکړي چې له امراضو او مرګ نه نجات ومومي .
    پنجابستان به خرمرګې ، ټالب ، هېواد ورانوونکي ، قاتلان او جاهلان راولېږي . د منافق او کافر ترمنځ تفاوت څومره زیات دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب