یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+راشدخان هوتک ته! افغان ویاړ يې بریا مو مبارک شه

راشدخان هوتک ته! افغان ویاړ يې بریا مو مبارک شه

تاند ( جمعه، د دلوې ۲۴) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې مشهور سپین بالر راشد خان د ازادو سیالیو مبارز احمد ولي هوتک ته د بریا مبارکي کړې ده.

راشد خان په خپله فېسبوک پاڼه احمد ولي هوتک ته په خطاب کې لیکلي چې، « ته د افغانستان ویاړ یې ، مبارک دې شه وروره».

احمد ولي هوتک تېر ماښام خپل برازیلي سیال لیوناردو باربوسا ته په هغه لوبه کې چې له څو میاشتو ورته افغانان په انتظار وو ماتې ورکړه.

هوتک هم تازه په خپله فېسبوک پاڼه باندې ټولو افغانانو ته د دې بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې ستاسې دعاګانو رنګ راوړ او بریا مو خپله کړه.

د راشد خان ترڅنګ ګڼو نورو افغان کرکټرانو هم نوموړي ته د بریا مبارکيانې ورکړې دي.

د یادې لوبې د ترسره کېدو پرمهال د نندارچیانو ډېرښت د دې لامل شو چې د TGFC بنسټ د سیالۍ لپاره تکټونه وړیا کړل.

یاد بنسټ وایي چې، افغان ولس فکري ارامتیا ته اړتیا لري نو ځکه ټول مینه وال په وړیا ډول ګډون کولای شي.

هوتک تر بریا وروسته په خپلو خبرو کې وویلې چې “ټول افغان ولس ته، زخمي او ټپي افغانستان ته د دې بریا مبارکي وایم.”

د یادونې ده چې په دغو سیالیو کې ایراني حمید رضا قالیپور له پاکستاني کمې جټ څخه لوبه وګټله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب