یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاتمر: د امریکا له نوې ادارې سره د سولې پر نوي ګډ...

اتمر: د امریکا له نوې ادارې سره د سولې پر نوي ګډ پلان کار کوو

تاند ( جمعه، د دلوې ۲۴)  د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، کابل او واشنګټن هوکړه کړې چې په افغانستان کې به د سولې لپاره پر یوه نوي ګډ پلان کار کوي.

هغه دا څرکندونې پرون ( پنجشنبه، د دلوې ۲۳ ) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې.

ښاغلي اتمر وویل، په دې پروسه کې د دواړو هېوادونو اړوند وزارتونه او ادارې شاملې دي.

د بهرنیو چارو وزیر د دې پلان د هرکلي ترڅنګ زیاته کړه: «ډېر ژر به د امریکا او افغان دولتونو ترمنځ د یوه ګډ پلان پر سر په خبرو او یوه جدي بهیر کې شامل یو. دا پروسه له تېرې شپې راهیسې پیل شوې او په شدت به پرمخ لاړه شي.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې پروسه کې د دواړو دولتونو له لوریو د دوی د ملي امنیت شواراګانې شاملې دي، او د سیاست جوړونې ټول مهم وزارتونه په کې حضور لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې داسې مهال دي چې له دې وړاندې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوې ادارې اعلان کړی و چې له طالبانو سره د دې هېواد شوې هوکړه چې تېر کال لاسلیک شوې له سره ارزوي.

یاده دې وي چې له درې اونیو راهیسې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ هېڅ رسمي ناسته نه ده شوې.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ځینې مشران په دې موده کې ایران، روسیې او ترکمنستان ته په سفرونو بوخت وو.
ترڅنګ یې د افغان دولت د مرکچي پلاوي ځینې غړي هم بېرته کابل ته ستانه شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب