ژوند هغه نوم دی، چې په لفظ او ژبې سره یې بیان لنډ اواسانه بریښي، خو کله چې یې اصل ته سرورښکته کړې نوبلها اوږد تفسیراو شرحه لري. د ژوند لومړنۍ شیبه د انسان لپاره په ستونزو او تکلیف کې پیل کیږي. د عمر په تقاضا د ماشوم ذهن، فکر او شعور تر ډېرو کلونو له هغه سره د ژوند په ترخو نه پوهېدوکې ملتیا کوي. سره له هغې هم په دغه نسبتآ بې غمه مزل کې د کورنۍ دننه ستونزې او کړکیچ د هغه پر روان ښکارنده اثر ښیندي او د اثر بیا د بلوغ پر وخت د نورو دردونو په صف کې ظهور پیدا کوي.
د ځوانۍ له لومړني فصل څخه بیا ترپاخه عمراو وروستۍ ساه اخیستو پورې په مسلسله توګه ژوند له هر راز جنجالونو سره لاس او ګرېوان وي. موږ اړیو، چې د ژوند دا اصل په پوره مانا ومنواو غاړه ورته کیږدو. که مو دا عقیده او باورپوخ شو،چې ژوند مو د هر راز لوړو ژورو جوګه دی او په طبیعي ډول د ښواوبدو پېښو را مینځته کېدل په کې دخیل وي، نوهیڅکله به د سختیو پروخت خپل جرعت او مورال له لاسه ورنه کړو. متل دی، چې: (غرکه هرڅومره لوړهم وي پرسرلاره لري.) غم، خوښې، بدې پیښې. لوېدل، ناروغي، د خپلوانو او خوږو قریبانو له لاسه ورکول د انساني ژوند محتوا جوړوي.شعوري ویښ انسان هغه چا ته ویلی شو،چې داهرڅه ومني اوپروړاندې یې مخکیني او اوسني پلانونه یا چمتو والی ولري.
په عقیدوي لحاظ هم هرانسان په ځانګړې توګه مسلمان انسان ته د هغه دین د ژوند له ناخوالو سره د مبارزې او صبرارشادات وړاندې کوي. مبارک آیت کې راځي، چې: ( الله ج له صبرکوونکو سره دی.) د دې آیت شریف له تفسیر څخه دا استنباط کیږي، چې مسلمان باید په خپلې برخې ،چې موږ یې د قضا او قدرځینې ګڼواودا ویش له ازل څخه د انسان لپاره شوی دی ولټوي. ځینې انسانان په شخصیتي لحاظ له ډېرومتقي، متدین اوغوره کردارلرونکي وي، خو بیا هم ژوند د هغوی د توقع او سلوک خلاف خپلې ګڼې سختۍ پرې لوروي. ځینې ته خو ان دا عقیده او باورپیداشي،چې ګوندې خالق یې له هغوی سره دښمني پالي اود هغوی ښو اعمالو ته په کتو یې جبرورسره کړی دی.خو په اصل کې همدا د بریالیوانسانانو لپاره د هغوی د رب له خوا د امتحان اخیستو په مانا دی. که موږ له له همدې ازموینې بریالي ووتونو د نړۍ بریالي کسان به یو.ځکه ژوند په دنیا کې د اخیرت د موخې ته رسیدو لپاره وسیله ده. د بقا موخوته د رسیدو او ابدي ژوند د ښه کېدو په پارپه کارده دنیایي ژوند په زیاراو تکالیفوسره تیرکړو.زموږ د خلقت علت هم قرآني نصوصوهمدغه ټکی ښودلی دی.
یوځای مې په دې اړه لیکلي:
تیـریږي یوڅو ورځې دی ارمان د سـړي ژوند
افســوس چې بې هدفـه وي روان د سـړي ژوند
ک.ح
د ځینو مسلمانو ځوانانو بې موخې کړنې نن سبا د همدې بیت له تفسیر سره سمون لري. دا ډول کسان نړۍ او د نړۍ ژوند ته په افراطي شکل دننه شوي او د ژوند کولو لارې یې د خامې ارادې پربنسټ جوړې وي. دوی قانع کوونکی منطق د خپل عمل او تګلارې لپاره نه شي وړاندې کوی. ځکه د کړنو اصل یې د ناهیلیتوب او کاږه تصمیم پراساس ولاړ وي. دغه ډول انتخاب د انسان د رواني ستونزو، فکري ثبات ختمیدلو، پرځان باوراو وهمي عروج سبب ګرځي. کله ،چې یو روغ فکر د دوامداره ټینشن ښکارشي بیا نو د وجود ډېرې برخې لکه: هاضمه سیستم، رواني سیستم او ټول فزیک ور سره زیانمن کیږي.
دغه حالت را مینځته کېدل په تدریجي شکل او یا په بله اصطلاح هره ورځ مرګ دی. دغه ډول وګړي،چې خپل ویره اوهیجان نه شي کنټرولولی تل اود ژوند تر پایه به د خوښۍ زیری پرې ونه شي. هرکله،چې د ژوند خواږه پرې لوریږي نوپه ذهن کې به یې د همدې وبا له لاسه رعد او برق را مینځته کیږي. هره هېله یې په خپل وار سره په سیند لاهو او ارمانونه یې د خپل مسیر پرلوري بې حرکته پاتي کیږي.
ما په دې هکله لیکلي چې:
د ستـــورو د ځـلا لپـاره شپـوته ضـــرورت دی
که ورځ غواړې نو صبرلمرختو ته ضرورت دی
هــدف ته رسیــدل داســــې ســـاده خبـــــره نـه ده
په هسکــــو او نریـو لارو تلــو ته ضــرورت دی
ک.ح
مؤمن انسان ته په کار ده، چې د ژوند بریالیتوب په غښتلي ارادې، باوراو هېله مندۍ کې ولټوي، نه په ناهیلۍ کې. ناهیلی زړه هیڅکله د بریا چانس نه شي تجربه کولی. هغه وګړي، چې په خپل وجود کې دومره محدود او ناهېلي شي، چې د ښه ژوند تیرولولاره ترې غلطه شي. هیڅکله به اصلي موخې ته د رسیدو چانس ونه موندي. هغه څوک به د ژوند له کړاوونو سره بریالی ولوبیږي،چې د هېله مند ژوند اړخونه فعاله او ځواکمن وساتي. که چیرې مو دا ځواک زیانمن شي نه یوازې دا، چې دنیایي ژوند به مو بدرنګ تیروئ، بلکې اصلي موخه یا باقي نړۍ به مو هم همدا شان د کړاوونو کوربه وي.
ژوند که یوه شیبه هم وي په ارزښت یې ځان وپوهوئ او په غښتلي ځواک، باور، ایماندارۍ او حالاتو په تحمل سره یې وکړئ.
درنښت
حقمل
۲۱/ ۱۱/ ۱۳۹۹ لمریز