Homeخبرونهلغمان ولایت کې د عبدالرحیمزي کانال کارونه بشپړ شول

لغمان ولایت کې د عبدالرحیمزي کانال کارونه بشپړ شول

تاند ( جمعه، د دلوې ۲۴)  د افغانستان د اوبو د چارو تنظیم ملي اداره وايي، لغمان ولایت کې د عبدالرحیمزي د اوبو د کانال کارونه بشپړ او تېره ورځ ترې د خلکو ګټنه پیل شوه.

د دغې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاده پروژه د نړيوال بانک په مالي مرسته د کرنیزو ځمکو خړوبولو، د موسمي سیلابونو مخنیوي او خلک وته د کارموندنې په موخه په لغمان ولایت کې بشپړه شوې ده.

د ياد ادارې د معلوماتو له مخې عبدالرحیمزي کانال په جوړېدو سره د ۲۰ زره هکټاره په شاوخوا کې کرنیزه ځمکه خړوبیږي او دغه راز شاوخوا ۵ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا په لغمان ولایت کې د شاهي کانال چارې هم په چټکۍ روانې دي چې په ټاکلې نيټه به یې کارونه بشپړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...