یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+هوتک: د هېوادوالو د مسکا لپاره هر ټپ راته ویاړ دی

هوتک: د هېوادوالو د مسکا لپاره هر ټپ راته ویاړ دی

تاند ( جمعه، د دلوې ۲۴) د آزادو سیالیومبارز احمد ولي هوتک خپل برازیلي سیال ته له ماتې ورکولو وروسته د خپلې روغتیا ډاډ ورکړی دی.

هغه په خپله فېسبوک پاڼه د دې بریا دمبارکۍ ترڅنګ، د روغتون د انځور په خپرولو سره لیکلي: « داسې درد او ټپ چې هره څړيکه يې خوند لري، ملي غرور او وياړ لري، احساس لري او ستاسو د سپېڅلو احساساتو درک لري، د هېوادوالو بې کچې مينې او بيا ددوى پر غمجنو څېرو مسکا، د بهېدلو وينو سور رنګ او هر ټپ راته خوندور او وياړ راکوي.»

هغه له ټول افغان ولس نه مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې، د همدې دردېدلي افغان ولس دعاوو بریا ته رسولی دی.

هوتک لیکلي:«ستاسو د دعاو په برکت له بريا وروسته د ډاکټرانو په هدايت بايد روغتون ته تللى وى چې اوس الحمدالله ښه يم،وطنه! ولسه! ستا لپاره ډېر څه ته چمتو يم ،دا دردونه او ټپونه خو لا څه دي».

په ورته مهال افغان ولسمشر هم نوموړي ته د بریا مبارکي ورکړې ده.

د ارګ د خپرپاڼې له مخې ولسمشرغني  هیله ښودلې چې د هېواد ځوانان به د ورزشکارانو لاسته راوړنې یوه بېلګه ګرځوي او د پرمختګ لپاره به کار کوي.

ولسمشر  ډاډ ورکړی چې حکومت د ورزش د ودې په برخه کې لا زیات کار او پانګونې ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې احمد ولي هوتک تېره شپه خپل برازیلي سیال لیوناردو باربوسا ته سخته ماتې ورړکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب