شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+پاکستان په لومړۍ شل اوره لوبه کې سويلي افريقا مات کړ

پاکستان په لومړۍ شل اوره لوبه کې سويلي افريقا مات کړ

تاند ( جمعه، د دلوې ۲۴) د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ د نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ تېره ورځ پنج شنبه پيل شوه.

پاکستان په لومړۍ لوبه کې په دې وتوانېده چې سویلي افریقا لوبډلې ته ماته ورکړي.

سويلي افريقا د لوبې پچه وګټله او لومړى يې پاکستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

پاکستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١۶٩ منډې وکړې.

پاکستانۍ لوبډلې لپاره  محمد رضوان په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ١٠٤ ناسوځېدلې منډې يې وکړې.

سویلي افریقا لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه کړ او یواځې یې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٦ منډې وکړې.

پاکستان دغه لوبه د ۳ منډو په توپير وګټله.

د یادونې ده چې  د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې لړۍ دويمه لوبه به د فبرورۍ په ١٣مه سبا شنبه په لاهور کې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب