شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهچارواکي: هرات کې د ایران د قونسلګرۍ د دیوال د نړولو چارې...

چارواکي: هرات کې د ایران د قونسلګرۍ د دیوال د نړولو چارې پیل شوې

تاند ( جمعه، د دلوې ۲۴ ) د هرات ولایت ځايي چارواکي دې ولایت کې د ایران د قونسلګرۍ د دېوال د نړیدو خبر ورکوي، هغه دېوال چې ۶ کاله یې د نړولو پر سر ناندرۍ روانې وې.

د افغان حکومت شپږ کاله پرله پسې غوښتنې او د هراتیانو له ګڼو اعتراضونو وروسته، اوس چارواکي وایي د دې دیوال نړول پیل شوي دي.

په داسې حال کې چې د هرات د مرکزي سړک د شاته کولو پروژه چې شپږکاله وړاندې پیل شوې وه، اوس د دې د دیوال له تخریب سره بشپړیږي.

د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د هرات د هغه وخت ښاروال د هرات د مرکزي سړک د پراخولو او د دې سړک شااوخوا ودانیو د شاته کولو پریکړه کړې وه، خو د دې پروژې پر وړاندې لوی خنډ د ایران د قونسلګرۍ دیوال و چې د سړک په منځ کې تېر شوی و.

د هرات والي وحید قتالي وایي، د دې دیوال لېرې کولو په بدل کې د ایران دولت ته په کابل کې په همدغه مساحت ځمکه ورکړل شوې او د نړېدو چارې یې تېره شپه پیل شوې.

باید وویل شي چې د هرات په مرکزي سړک باندې د دې دیوال شتون، د لارو د بندېدو او ټرافیکي ستونزو ستر لامل وو چې د هرات ولایت اوسیدونکي ورسره مخ وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د افغان او ایراني چارواکو ترمنځ د دې دیوال د تخریب په بدل کې ایران ته په کابل ولایت کې د دوو نومرو ځمکې د ورکړې هوکړه لاسلیک شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب