شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه: ترڅو چې د ښوونکو معاشونه لوړ نشي، بودجه نه تصویبوي

ولسي جرګه: ترڅو چې د ښوونکو معاشونه لوړ نشي، بودجه نه تصویبوي

تاند(شنبه، د دلوې ۲۵) د ولسي جرګې غړي د ښوونکو د معاشونو د لوړیدو له کبله د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي امنيت شورا تر فشار لاندې دي.

دغه موضوع ولسي جرګه کې د پروان ولايت د خلکو استازي صدیق‌ احمد عثماني په پروان کې د ښوونکو په يوه راټولېدنه کې مطرح کړه.

نوموړي ویلي، د حکومت رهبري او د ملي امنيت شورا د دې لپاره چې د ولسي جرګې استازي د ښوونکو د معاشونو د يو شان والي له پرېکړې په شا شي او د ۱۴۰۰مالي کال بودجه تصويب کړي، فشارونه یې وارد کړي دي.

نوموړی زیاتوي، تر هغه چې د ښوونکو معاشونه لوړ شوي نه وي، دوی به له خپلې پرېکړې په شا نه شي.

خو د ماليې سرپرست وزير محمد خالد پاینده وايي، که بودجه تصويب نه شي، نو بې‌ وزلي او اقتصادي ستونزې به ډېرې شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګه د نوي مالي کال په بودیجه کې د ښوونکو د معاشونو پر لوړوالي ټينګار کوي خو د دې جرګې ځینې غړي وایي چې حکومت د دوی له دې پرېکړې سره مخالفت کوي.

د دې جرګې ځینې غړي وایي د ۱۴۰۰ کال په بودیجه کې د امتیازي معاشونو او اضافي لګښتونو لپاره د حکومت له لوري میلیاردونه افغانۍ ځانګړې شوي خو د ښوونکو د معاشونو لوړوالي برخه کې يې هېڅ بدلون نه دی راوستی.

د ولسي جرګې غړي بیا د ښوونکو او ځينو ټيټ پوړو مامورینو د معاش پر لوړولو ټینګار کوي.

دوی زیاتوي چې حکومت د خپلو سیاسي اړیکو لپاره د معاشونو ځانګړي سیستمونه رامنځ ته کړي دي چې د لوړپوړو چارواکو نږدې کسان لوړ او غیر عادلانه معاشونه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب