یکشنبه, مې 5, 2024
Home+  پاکستان او افریقا نن ۲ مه شل اوره لوبه ترسره کوي

  پاکستان او افریقا نن ۲ مه شل اوره لوبه ترسره کوي

تاند ( شنبه ، د دلوې ۲۵) د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ د نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ تېره پنج شنبه پيل شوې ده.

د دې لوبو لومړی یې پاکستان ګټلې ده.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوره لوبه نن په لاهور کې ترسره شي.

په لومړۍ لوبه کې سويلي افريقا د لوبې پچه وګټله او لومړى يې پاکستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

پاکستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١۶٩ منډې وکړې.

سویلي افریقا لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه کړ او یواځې یې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٦ منډې وکړې.

په یاده لوبه کې پاکستاني محمدرضوان پر سویلي افریقا نوى ريکارډ جوړ کړ.

نوموړي د سويلي افريقا پر وړاندې په ٦٤ توپونو ١٠٤ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې ٧ شپږيزې او ٦ څلوريزې يې هم ووهلې.

له محمد رضوان مخکې د نيوزيلېنډ پخوانى ويکټ ساتونکى او توپوهونکى برېنډن مکالم يواځينى هغه لوبغاړى وو چې په درې واړه بڼو کې يې د ويکټ ساتونکي او توپوهونکي په توګه سليزې وهلې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب