Homeخبرونهمحقق: حکومت دې سولې او جګړې دواړو ته تیاری ونيسي

محقق: حکومت دې سولې او جګړې دواړو ته تیاری ونيسي

تاند (جمعه د دلوې ۲۴) په سياسي او امنيتي چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار وايي چې دولت بايد اوس وخت کې هم د سولې او هم د جګړې لپاره تیاری ولري؛ هغه تجربې چې د ډاکټر نجيب الله او طالبانو حکومت وروسته رامنځ ته شوې وې، بايد تکرار نه شي.

محمد محقق دغه څرګندونې نن جمعه د لویې جرګې په تالار کې د خپل زوی محمد باقر محقق د مړینې په لومړي تلین غوڼده کې وکړې. هغه د موقت حکومت له جوړېدو سره یې مخالفت څرګند کړ او له خلکو يې وغوښتل چې د اوسني نظام ملاتړ وکړي.

نوموړي وویل، په هېواد کې روان تاوتریخوالي ته په کتو د سولې خبرو ته خوشبین نه دی او زیاته یې کړه چې ښايي راتلونکی پسرلی په افغانستان کې د سختو جګړو شاهد وي.

هغه وویل، ده ته رسېدلي معلومات ښيي چې طالب قوماندانان د روزنې لپاره پاکستان ته استول شوي دي او د جګړو لپاره تیاری نیسي.

محمد محقق چې د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ غړی هم دی ټینګار وکړ چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل بايد له ټولو سياسي اړخونو سره په هوکړې تر سره شي.

په دې ناسته کې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش وویل چې طالبانو د سولې لپاره خپلې ژمنې نه دي پوره کړي، په داسې حال کې چې حکومت سولې ته د رسېدو لپاره طالب بنديان ازاد کړل او مرکچي پلاوی يې په دوحه کې د خبرو مېز ته حاضر دی خو طالبانو د مذاکراتو مېز پریښی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...