شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسرور دانش: د طالبانو نوي شرطونه به د سولې پروسه زیانمنه کړي

سرور دانش: د طالبانو نوي شرطونه به د سولې پروسه زیانمنه کړي

تاند (جمعه د دلوې ۲۴) د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، افغان دولت د سولې لپاره زړور ګامونه اخیستي دي، خو طالبانو رښتینولي نه ده ښودلې، تاوتریخوالی یې زیات کړی او په دوحه کې یې د خبرو میز پرېښی دی.

ښاغلي دانش چې نن یې په یوه غونډه کې وینا کوله وویل، په پیل کې د طالبانو شرط دا و چې که بندیان یې آزاد شي، نو تاوتریخوال به کم کړي، خو په خبره یې ټول شاهد دي چې د بندیانو له خوشې کېدو سره هم تاوتریخوالی کم شوی نه دی.

د نوموړي په خبره، وسله وال طالبان د سولې لپاره ریښتيني نه دي او نه یې په خپلو کړیو ژمنو عمل کړی.

سرور دانش زیاته کړه چې د افغان سولې لپاره بهترین فرصت رامنځته شوی دی او باید له دې فرصت څخه ګټه واخیستل شي.

د ولسمشر دویم مرستیال د خپلو خبرو پر دوام وویل، په دوحه کې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او طالبان نوي شرطونه وړاندې کوي چې دا د سولې پروسه اغېزمنوي او د هېڅ لوري لپاره په ګټه نه دي.

نوموړی وايي، د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ناسته کې چې د ولسمشر غني په ګډون یو شمېر سیاسیونو هم حضور درلود په تونده لهجه ویلي و چې که چېرته د طالبانو ۴۰۰ بندیان خوشې نه شي، تاوتریخوالی به زیات شي.

دانش وویل چې حکومت د لویې جرګې د پرېکړې پر اساس د طالبانو ۴۰۰ بندیان خوشې کړل، خو په خبره یې د تاوتریخوالي کچه راټیټه نه شوه.

له بلې خوا، سرور دانش ټینګار وکړ چې د حکومت مذاکره کوونکي پلاوي ته ویل شوي چې هر وخت له طالب پلاوي سره د مذاکراتو لپاره تیار اوسي.

د ولسمشر دوهم مرستیال زیاته کړه چې د اوسني سیاسي نظام دوام او اساسي قانون په هېواد کې د تلپاتې سولې ضامن دی او په وینا یې د اوسني نظام منحل کول به خلک د اسلامي امارت منلو ته اړ باسي، کوم چې د افغان ولس او د سیمې هیوادونو ته د منلو وړ نه دی.

هغه د موقت حکومت رامنځته کېدل د افغانستان په زیان وبلل او زیاته یې کړه چې لنډمهالی حکومت به یو ځل بیا په هېواد کې ګډوډۍ ته لاره هواره کړي.

په دې ناسته کې یو شمېر نورو سیاسي رهبرانو هم ټینګار وکړ چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره باید له رامنځته شوي فرصت ګټه واخیستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب