Homeخبرونهد ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې ۳۱ طالبان وژل شوي

د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې ۳۱ طالبان وژل شوي

تاند (جمعه، د دلوې ۲۴) د ‎ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل وایي د خوږياڼو ولسوالۍ زاوې سيمه کې د تيرې شپې راهيسې د هوايي بريدونو او کمينونو په پايله کې ۳۱ طالبان وژل شوي دي.

امرخېل زیاتوي چې د وژل شویو طالبانو جسدونه هم په سيمه کې پاتې دي.

نوموړي دغه راز په خپل ټوېټر لیکلي چې د شيرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۶ نور طالبان هم وژل شوي چې وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي دي.

بل لورته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په شیرزادو ولسوالۍ کندۍ سیمه کې يې پر افغان ځواکونو برید کې لسګونه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادونې ده چې له تېرو څو اونیو راهیسې په شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات دوام لري.

بل لورته ځایي اوسېدونکي بیا وايي اوس هم په یاده سیمه کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...