جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهطالبانو یو وار بیا د اسلامي امارت د ټینګېدو غوښتنه وکړه

طالبانو یو وار بیا د اسلامي امارت د ټینګېدو غوښتنه وکړه

تاند(چهارشنبه، د دولوې۲۳) د لانګ وار ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، طالبانو یو وار بیا په افغانستان کې د اسلامي امارت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د ورځپاڼې پر اساس، دا د هغه بې رحمه رژیم نوم دی چې په ۲۰۰۱ م کال پر طالبانو د امریکا تر حملې مخکې پر افغانستان واکمن و.

د لانګ وار ژورنال د راپور له مخې، طالبانو په خپله رسمي انګلیسي ویبپاڼه (وایس اف جهاد) یا د جهاد غږ کې د افغانستان اوسنی حکومت د فاسد او نامشروع حکومت په توګه غندلی او د هغه پر ځای یې د خپل امارت د واک ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

د لانګ وار ژورنال پر اساس، طالبانو دا غوښتنه د اکانومیسټ انټلیجنس یونټ د هغه راپور په ځواب کې کړې چې د افغانستان اوسنی حکومت یې یو زورواک حکومت بللی دی.

طالبانو ویلي«دا فاسد او نامشروع رژیم چې له ټولو کورنیو او نړیوالو مشروعیتونو بې برخې دی، باید لېرې او اسلامي امارت یې ځای ونیسي…»

ورځپاڼې په عین حال کې ویلي چې د اسلامي امارت د احیا په اړه د طالبانو غوښتنه څه نوې خبره نه ده بلکې دې ډلې تر دې پخوا هم په ځلونو ویلي چې اصلي هدف یې دا دی چې د افغانستان اوسنی دولت وپرزوي او پر ځای یې خپل پخوانی اسلامي امارت واک ته ورسوي.

طالبانو د خپل واک په دوره کې افغانان له ټولو مدني حقونو بې برخې کړي وو.

دې ډلې د تېر کال په فبرورۍ کې له امریکا سره موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس یې امریکايي پوځیان د سږ کال تر مې میاشتې له افغانستانه وځي خو په مقابل کې یې دوی په افغانستان کې تاوتریخوالی کموي، له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې شلوي او د افغانستان له دولت سره د سولې صادقانه خبرې کوي خو له څه باندې یوې میاشتې راهیسې طالبان د سولې خبرو ته نه حاضرېږي او دې ته انتظار دي چې لومړی امریکايي پوځیان ووځي او بیا د افغانستان له دولت سره د جګړې په اوج کې خبرې وکړي.

د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي د ځینو غړیو په باور طالبان هیڅ بدل شوي نه دي او په دې ټینګار کوي چې ټول واک او حکومت دوی ته وسپارل شي.

له بلې خوا د افغانستان د بیارغونې لپاره دامریکا ځانګړي سرمفتش په یوه تازه راپور کې ویلي چې طالبانو د افغانستان په ښارونو په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل کې هدفي بریدونه زیات کړي دي.

د سیګار په راپور کې راغلي چې د طالبانو له لوري په پلازمېنه کې پر حکومتي مامورینو، د مدني ټولنې پر فعالانو او ژورنالیستانو هدفي بریدونه کېږي.

ډېر افغانان وايي، وروسته له دې چې امریکا له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړې، طالبانو په مجموع کې بریدونه ډېر کړي خو د افغانستان د دولت او طالبانو د خبرو له پیله وروسته دې ډلې په ښارونو کې هدفونه بریدونه ډېر کړي دي.

سیګار په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو په قول ویلي«په وروستیو درو میاشتو کې د دښمن بریدونه ډېر وو. د تېر کال د ورته مودې په پرتله خورا ډېر.»

سیګار همداراز ویلي چې طالبانو په دسمبر میاشت کې پر بغلان او اروزګان ولایتونو هم پراخې حملې او ګڼې چاودنې وکړې.

سیګار دا راپور په داسې حال کې خپور کړ چې د امریکا نوی حکومت وايي، له طالبانو سره د امریکا د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې پر موافقې به بیا کتنه وکړي.

1 COMMENT

  1. زوی دې لوی شه ملا عبثه لا پدې تونده شوروا.
    پک مې لیدلی وو ، نه ماغزه وتلي .
    ملا عبثه ګوړه ، ګوړه لره خوله به دې خوږه وي .
    او په پای کې ملا عبث او امثالهم چا په کلي کې نه پرېښود ، ده ویل آس مط د ملک کره وتړه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی