جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+اماراتو ستور بېړۍ د مریخ اتوموسفیر ته ننوته 

اماراتو ستور بېړۍ د مریخ اتوموسفیر ته ننوته 

تاند- د ‘امل’ یا ‘هیلې’ په نوم د متحده عربي اماراتو دغه فضایي بیړۍ له اوه میاشتو او ۴۹۴ میلیون کیلومتره مزل وروسته د سې شنبې په ورځ د مریخ اتومسفیر ته داخله شوه.

د ‘امل’ ماموریت دا دی چې د مریخ د اټوموسفیر د څلورو فصلونو نقشه واخلي.

د متحده عربي امارات اووم هیواد دی چې ستوربېړۍ یې د مریخ اتوموسفیر ته رسېږي.

اماراتي چارواکو ویلي، د دې ستور بېړۍ د استولو هدف دا دی چې د ساینس او تخنکی په برخو کې یې د هیواد وړتیاوې لوړې شي او پر تېلو یې اتکا نوره هم کمه شي.

تراوسه د مریخ پر لور د نړیوالو فضایي ماموریتونو شاوخوا ۶۰ سلنه ناکام شوي، ځینې ستوربیړۍ غورځیدلې یا یې اور اخېستی یا هم د سیارو ترمنځ دغه پیچلي سفر ته په پام نه دي توانیدلي چې د مریخ په نازک اټوموسفېر کې داخلې او پر سطح یې کیني.

د متحده عربي اماراتو فضايي اداره تر ۲۱۱۷ م کال پورې د مریخ لپاره ستر پلانونه په پام کې لري.

د اماراتو لپاره دا سفر په ۲۰۰ ملیون ډالره تمام شوی.

دا سپوږمکۍ به لومړی د مریخ د اتومسفیر یو بشپړ تصویر چمتو کړي او اقلیمي بدلون به وڅېړي.

د دوبۍ واکمن او د متحده عربي اماراتو مرستیال ريیس شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د سې شنبې په ورځ د مریخ اتومسفیر ته د خپلې ستوربېړۍ تر داخلېدو مخکې د هغې د بریالیتوب چانس په سلو کې ۵۰ بللی و.

ده ویلي و«حتي که د مریخ اتومسفیر ته داخل هم نه شو، یو تاریخي بری مو په نصیب شوی دی. دا تر ټولو لېرې ځای دی چې عربانو په خپل ټول تاریخ کې هلته رسېدلي دي. زموږ هدف دا دی چې ټولو عربانو ته دا هیله ورکړو چې له نورې نړۍ سره سیالي کولی شو.»

دې ستوربېړۍ د مریخ اتومسفیر ته د ننوتو لپاره باید د نژدې ۸۰۰ کیلو سونګ موادو په سوځولو خپل سرعت کم کړی او دقیقه زاویه یې خپلې کړې وای.

سږ له بریتانیا څخه د متحده عربي اماراتو د خپلواکۍ پنځوسم کال پوره کېږي.

دې هیواد لومړی پلا په ۲۰۱۴ م کال کې مریخ ته د ستوربېړۍ د استولو اعلان کړی و او په ۲۰۱۷ کې یې ملي فضايي پروګرام جوړ او خپل متخصصان وروزل.

په ۲۰۱۹ کې اماراتو لومړنی فضايي سفر وکړ او د هزاع المنصوري په نوم ستوربېړۍ یې نړیوال فضايي تمځي ته لاړه.

د دغه هیواد ستوربېړۍ د تېر کال په جولای کې فضا ته واستول شوه. له هغه وروسته دوې امریکايي او چینايي ستوربېړۍ هم د مریخ په لور روانې شوې چې ټاکل شوې ده روانه میاشت دې سیارې ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب