شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهبلقیس روشن: ایران د فراه په سرحدي سیمو کې طالبان تمویلوي

بلقیس روشن: ایران د فراه په سرحدي سیمو کې طالبان تمویلوي

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۲۳) په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي وايي، دې وروستیو کې ایران د فراه ولایت په سرحدي سیمو کې د وسلوالو طالبانو پر تمویل تمرکز ډېر کړی او په دې توګه هڅه کوي د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه خپلې تخریبي کړنې ترسره کړي.

استازي وايي، ایران په افغانستان کې د خپلو ګټو خوندي کولو او امریکا سره سیالۍ په موخه فراه ولایت کې له طالبانو سره مرسته کوي، د نشه‌يي توکو قاچاق ته زمینه برابروي او د جګړې پر مخ بېولو لپاره یادې ډلې ته وسلې او نظامي روزنه ورکوي.

دوی زیاتوي، ایراني ځواکونه له طالبانو سره په دې کار کوي، چې د نشه‌يي توکو قاچاق شبکې جوړې او یاد توکي اروپایي هېوادونو ته قاچاق کړي، تر څو له دې لارې خپلې جنګي لیکې تمویل او تجهیز کړي.

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت استازې بلقیس روشن وايي، له تېرو دريو میاشتو راهیسې ایراني ځواکونو پولې سره نږدې په نظامي پوستو او خندقونو کېندلو پیل کړی، خو د مخنیو په موخه یې لا هم څه نه دي تر سره شوي.

اغلې روشن دغه راز زياتوي، هماغه ډول چې پاکستان کونړ کې پر افغان خاوره توغندیز بریدونه او سرغړونې کوي، له هغې ډېر ایران په فراه ولایت کې جګړو ته لاره هواروي او موږ له حکومت غواړو، چې د ګاونډیانو په جګړو کې را ګیر ولس نور له دې ستونزو خلاص کړي.

د فراه ولایت امنیې قومندانۍ ویاند محب الله محب هم مني چې ایران په فراه ولایت کې د نشه‌يي توکو قاچاق کې لاس لري او طالبانو ته د دې زمینه برابروي، چې له دې لارې عایدات تر لاسه کړي.

نوموړی د ایراني ځواکونو له‌خوا د افغانستان پولې ته نږدې د پوستو جوړول ردوي او وايي چې هلته زموږ زړو امنیتي ځواکونه موجود دي که داسې کوم څه ولېدل شي اجازه به ورنه‌کړي.

دا په داسې حال کې ده چې فراه د هېواد په سوېل کې پر هرات او نیمروز ولایتونو سربېره د هغو ولایتونو له ډلې دی، چې ایران سره ګډه پوله لري او تل ترې د جګړو او نا امنیو راپورنه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب