Homeخبرونههلمند کې شاوخوا ۶ زره کسانو برېښنايي پېژندپاڼې تر لاسه کړي

هلمند کې شاوخوا ۶ زره کسانو برېښنايي پېژندپاڼې تر لاسه کړي

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۲۳ ) د هلمند ولایت ځايي چارواکي وايي، په دې ولایت کې شاوخوا شپږ زره کسانو ته الکترونیکي تذکرې ویشل شوي دي.

د هلمند د الکترونیکي تذکرو د وېش ولایتي مسؤل محمد نبي شېرزاد وايي چې د دغو تذکرو وېش په چټکۍ روان دی.

د نوموړي په وینا، اوس‌مهال هره ورځ په هر زون کې په اوسط ډول ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې کسان د دغو تذکرو د اخیستلو لپاره نومونه راجستر کوي.

هغه له مرکزي حکومته غواړي څو دې ولایت کې د تذکرو د ویش مرکزونه ډېر کړي ځکه په خبره یې د خلکو نفوس او تقاضا ډېره ده او مرکزونه یې کم.

د معلوماتو له مخې په هلمند کې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د برقي پېژندپاڼو د ویش لومړنی مرکز پرانیستل شو او څو ورځې وړاندې د ډېرې تقاضا له کبله په مرکز لښکرګاه کې دوهم مرکز هم پرانیستل شو.

د افغانستان د معلوماتو او احصائیې ریاست مسؤلین وایي په ټول هېواد کې هره ورځ تر ۴۰ زره کسان د یادو تذکرو اخیستلو لپاره مراجعه کوي. د دغه ریاست مسؤلینو زیاتوي چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې به د افغانستان ۵ ملیونه وګړو ته الکترونیکي تذکرې ووېشل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...