جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهجیو تلوېزیون: د اسلام اباد رېډ زون د جنګ په ډګر بدل...

جیو تلوېزیون: د اسلام اباد رېډ زون د جنګ په ډګر بدل شوی دی

تاند — د پاکستان مشهورجیو تلوېزیون وایي چې د پلازمېنې اسلام اباد رېډ زون سیمه د معترضینو او پولیسو تر منځ د اخ او ډب له امله د جنګ په ډګر باندې بدله شوې ده.

لاریونوال اکثر دولتي کارمندان دي چې غواړي تنخاګانې یې زیاتې شي.

جیو تلوېزیون وایي، د پولیسو او لاریونوالو تر منځ هغه وخت نښتې پیل شوې او پولیسو ډزې وکړې چې لاریونوال په ډي چوک کې له ایښي کانټینر څخه تېر او د پارلمان هاوس په لور وخوځېدل.

د لاریونوالو په وارونو کې ۲ تنه پولیس ټپیان شول چې د درملنې لپاره روغتون ته وېوړل شول.‌

په پاکستان کې په وروستیو کالونو کې د ډالر په مقابل کې د روپۍ د قېمت لوېدلو او انفلاسیون په دغه هېواد کې نرخونه ډېر لوړ کړي او حکومت له دې امله ټکسونه یا مالیات زیات کړي چې د نړۍ والو مالي ادارو پورونه تادیه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی