جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهباختر خزانه نندارې ته وړاندې شوه

باختر خزانه نندارې ته وړاندې شوه

تاند (چهارشنبه د دلوې ۲۲) د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د باختر خزانې د خوندیتوب په هکله له ځینو اندېښنو وروسته یاده خزانه نن چهارشنبه ماسپښین په چهار چنار ماڼۍ کې نندارې ته وړاندې شوه.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا نندارتون د کابینې د پرېکړې پر اساس او د ولسي جرګې او هېوادوالو د اندېښنو د ختمولو لپاره جوړ کړی و.‌

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دې نندارتون کې د کابینې غړیو، د ملي شورا، مدني ټولنې او رسنیو یو شمېر استازیو حضور درلود.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني څو ورځې وړاندې ویلی و، د باختر د سرو زرو خزانه باید ژر تر ژره یوه باوري هېواد ته ولېږدول شي او د وضعیت تر سمېدو پورې دې هلته وساتل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هغه مهال د باختر د سرو زور خزانې د ناخوندیتوب په هکله د ولسي جرګې د رئیس میر رحمان رحماني څرګندونې خواشینونکې بللې وې.

ارګ د باختر د سرو زرو خزانې په هکله د ولسي جرګې څرګندونې خواشینونکې وبللې

باختر خزانه د نړۍ له پینځو غوره خزانو څخه شمېرل کېږي او د افغانستان مهمه شتمني ده چې تاریخي، مادي او معنوي ارزښت لري او په نړیواله کچه له ځانګړي اعتبار برخمن تاریخي اثار دي.

د معلوماتو پر اساس دغه خزانه له تاريخي پلوه د باختري يونان دورې پورې اړه لري. په دې خزانه کې ۲۳۱ تاريخي اثار شامل دي چې د طلا تپې، فلول تپې، ای خانم، بګرام او زرګران تپې له لرغونو سيمو کشف شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب