جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهصالح: افغان حکومت به هېڅکله بیا طالب زندانیان خوشې نه کړي

صالح: افغان حکومت به هېڅکله بیا طالب زندانیان خوشې نه کړي

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۲۲) د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په یوه ټوېټ پيغام کې لیکلي چې، دوی به هېڅکله بیا د طالب زندانیانو خوشې کولو ته زړه ښه نه کړي.

هغه ویلي: « موږ چمتو یو چې دا ثابته کړو چې له خوشې شویو ۵۵۰۰ طالب زندانیان چې د سولې په نوم خوشې شول، هر یو یې په جګړه کې ښکېل دي او هڅه کوي عام خلک ووژني او تاوتریخوالی ډېر کړي».

امرالله صالح وایي افغان حکومت به هېڅکله بیا دا ډول کړنه تکرار نه کړي.

د ولسمشر لومړی مرستیال داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، په دې وروستیو کې په هېواد کې جګړې سخت زور اخیستی او د نوموړي په خبره په جګړه کې وژل شوي طالبان ډېری یې هغه کسان دي چې څه موده وړاندې د سولې په پروسه کې افغان حکومت له زندان نه خوشې کړي.

د عامو افغانانو په باور د ۵۵۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدل نه یوازې د سولې پروسې پر چټکتیا تاثیر ونه کړ، بلکې برعکس تاوتریخوالی زیات شو.

دوی وایي هغه طالب بندیان چې د سولې په نامه خوشې شول ډېری یې د جګړو په سنګرونو کې ولیدل شول.

عام خلک اوس هم هیله من دي چې په دوحه کې به د سولې درېدلې خبرې بیا ژر پيل او په کې به دواړه لوري په اوربند هوکړه وکړي.

که څه هم وسله والو طالبانو تازه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو له دې څو اونۍ وړاندې یې ویلي د ۷ زره نورو طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب